نواز شريف له پاکستانه ممنوع الخروج اعلان شو
Jun 12, 2018 12:40 Asia/Kabul
د پاکستان سترې محکمې د دغه هېواد د کورنيو چارو له وزارته وغوښتل چې د دغه هېواد څنګته کړې شوي وزيراعظم نواز شريف نوم دې د ممنوع الخروج کسانو په لېسټ کښې وګرځوي.
زمونږ د خبريال د رپوټ له مخې د پاکستان د سترې محکمې مرستيال محمد طيب انور وويل: نواز شريف پکار دي له خپلې لور، زامنو او زوم سره له هېواده ممنوع الخروج شي چې بهر ونه تښتي.
محمد طيب انور زياته کړه: د پاکستان ستره محکمه به ډېر زر د نواز شريف په خلاف خپل وروستے حکم جاري کړي. د يو بل خبر له مخې نواز شريف نن له خپلې لور او زوم سره يوځاے تر ډېرو سختو امنيتي تدابيرو لاندې د اسلام آباد احتساب عدالت ته حاضر شو. او د خپل مالي فساد د دوسيې په اړه يې د محکمې په مخکې ځوابونه ورکړل.
ټیګونه