سعودي د ۱۳۵ حاجيانو مړي پاکستان ته وسپارل
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i73284-سعودي_د_۱۳۵_حاجيانو_مړي_پاکستان_ته_وسپارل
سعودي د ۱۳۵ پاکستاني حاجيانو مړي چې په ۲۰۱۷ کال کښې د حج او عمرې د ادا کولو په دوران کښې د مختلفو دلائلو په بنياد وفات شوي وو دغه هېواد ته حواله کړل.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 13, 2018 14:50 Asia/Kabul
  • سعودي د ۱۳۵ حاجيانو مړي پاکستان ته وسپارل

سعودي د ۱۳۵ پاکستاني حاجيانو مړي چې په ۲۰۱۷ کال کښې د حج او عمرې د ادا کولو په دوران کښې د مختلفو دلائلو په بنياد وفات شوي وو دغه هېواد ته حواله کړل.

د پاکستان نواے وقت ورځپاڼې د خبري سائيټ د رپوټ له مخې سعودي په دې وروستيو ورځو کښې د مختلفو هېوادونو د ۴۱۰ حاجيانو مړي د دغو هېوادونو چارواکو ته سپارلي دي چې په هغو کښې ۱۳۵ مړي پاکستانيان دي.

سعودي په داسې حال کښې د مختلفو هېوادونو د حاجيانو مړي سپارلي دي چې د ۲۰۱۵ کال د قربانۍ د اختر په موقع د ۴۶۴ ايراني حاجيانو په شمول له اوو زرو نه زيات حاجيان چې د منا په زمکه د حج د مناسکو د ادا کولو په حال کښې وو د آل سعود د چارواکو د ناوړه تدبير په وجه ووژل شول.

دغه اوۀ زره حاجيان د منا په سخته ګرمۍ او د تندې په حال کښې په ډېر مظلوميت سره مړۀ شول.