د پاکستان د طالب ډلې د مشر هلاکت
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i73368-د_پاکستان_د_طالب_ډلې_د_مشر_هلاکت
د پاکستان رسنيو بېګا د پاکستان د طالب ډلې د سرغنه ملا فضل الله د هلاکت خبر ورکړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 15, 2018 01:34 Asia/Kabul
  • د پاکستان د طالب ډلې د مشر هلاکت

د پاکستان رسنيو بېګا د پاکستان د طالب ډلې د سرغنه ملا فضل الله د هلاکت خبر ورکړ.

د پاکستان ايکسپرېس ټربيون خبري سائيټ بېګا د دغه هېواد د طالب ډلې د سرغنه ملا فضل الله د هلاکت د خبر په تائيدولو سره وويل، ملا فضل ا... د افغانستان په شمال ختيځ کښې د امريکې په ډرون حمله کښې وژل شوے دے.

ملا فضل الله د پاکستان د پېښور ښار په آرمي پبلک سکول باندې په ترهه ګريزه حمله چې پکښې په سلګونو ماشومان او نور کسان مړۀ او ژوبل شول او همدارنګ د خېبرپښتونخوا په يو پوهنتون باندې په ترهه ګريزه خونړۍ حمله کښې لاس لرۀ.

پاکستان وائي په تېرو دوو کلونو کښې د د ترهه ګرۍ په خلاف د دغه هېواد د فوځ په پراخو عملياتو کښې د ملا فضل ا... په شمول زياتره ترهه ګر افغانستان ته په تښتېدو مجبور شول.

خو له بل پلوه افغانستان  له ترهه ګرو ډلو څخه په ملاتړ د پاکستان په تورنولو سره باوري دے پاکستان په اګاهانه توګه په افغانستان کښې له ځينو ترهه ګرو ډلو څخه ملاتړ کوي، خو پاکستاني چارواکي دغه ادعا ردوي.