د طالب ډلې يو قوماندان ونيوے شو
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i73542-د_طالب_ډلې_يو_قوماندان_ونيوے_شو
د پاکستان د طالب ډلې يو لوړرتبه قوماندان د دغه هېواد د خېبر پښتونخوا صوبې په مرکز کښې ونيوے شو.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 18, 2018 12:50 Asia/Kabul
  • د طالب ډلې يو قوماندان ونيوے شو

د پاکستان د طالب ډلې يو لوړرتبه قوماندان د دغه هېواد د خېبر پښتونخوا صوبې په مرکز کښې ونيوے شو.

د فارس خبري اژانس د رپوټ له مخې د پاکستان د طالب ډلې لوړرتبه قوماندان مولوي بهادرجان  چې غوښتل دبۍ ته وتښتي د پاکستان امنيتي ځواکونو لخوا په پېښور په باچاخان هوائي ډګر کشې ونيوےشو.

مولوي بهادرجان د پاکستان په خلاف زياتې ترهه ګريزې حملې پلان او عملي کړې چې د دغه هېواد د سلګونو عامه خلقو او فوځي او امنيتي ځواکونو د وژل کېدو سبب شوې دي.

درې ورځې مخکې هم د طالب ډلې يو قوماندان ملا فضل ا... د افغانستان په کنړ ولايت کښې هلاک کړې شو.

ملا فضل ا... د پاکستان د پېښور په آرمي پبلک سکول باندې باندې په حمله کښې رول لرۀ چې له امله يې له يو نيم سلو نه زيات زده کونکي او معلمان ووژل شول.