پاکستانی طالبانو مفتي نور ولي محسود نوى مشر ټاکلی دی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i73864-پاکستانی_طالبانو_مفتي_نور_ولي_محسود_نوى_مشر_ټاکلی_دی
مخکی د طالبانو لخوا داسی راپورونه خپره شوی وو چی قاری عمر حمان د دغې ډلګۍ نوې مشر ټاکل شوی دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 24, 2018 00:43 Asia/Kabul
  • پاکستانی طالبانو مفتي نور ولي محسود نوى مشر ټاکلی دی

مخکی د طالبانو لخوا داسی راپورونه خپره شوی وو چی قاری عمر حمان د دغې ډلګۍ نوې مشر ټاکل شوی دی .

د پاکستانيو طالبانو ډلې ټي ټي پي له خوا پاکستانيو رسنيو ته په يوه استول شوې خبرپاڼه کې راغلي چې مفتي مزاحم  د مرستيال مشر په توګه ټاکل شوى دى.

سرچينو ويلي، نور ولي محسود د پاکستانيو  طالبانو د پخواني مشر بيت الله محسود له نږدې ملګرو څخه شمېرل کېږي.

راپورونه وايي چې ٤٠ کلن  نور ولي د پاکستانيو طالبانو پر تحريک يو کتاب هم ليکلى و، چې په کې يې د نورو موضوعاتو ترڅنګ د پاکستان د پخوانۍ صدراعظمې مېرمن بينظير بوټو په وژلو کې ددې ډلې لاس لرل هم په ډاګه کړي وو.

پاکستانيو طالبانو د امريکا په يوه هوايي بريد کې د خپل مشر ملا فضل الله وژنه تاييد کړې او مفتي نور ولي محسود يې نوى مشر ټاکلى دى.

د پاکستانيو طالبانو نوى مشر نور ولي محسود د سوېلي وزيرستان د تيارزه سيمې اوسېدونکى دى،د پنجاب په فيصل اباد، ګوجرانواله او د کراچۍ په مدرسو کې يې ديني زده کړې کړې دي.

د  سرچينو د معلوماتو له مخى، نوموړى په ٢٠١٤ کال کې د امريکا له يوه بې پيلوټه بريده چې  د سوېلي وزيرستان په سروکۍ سيمه کې شوى و، روغ وتلى و.