اسلام آباد کښې د پاکستان او افغانستان دوه اړخیزه غونډه پیل شوه
Jun 28, 2018 11:05 Asia/Kabul
د پاکستان او افغانستان د اختلافاتو د هواري لپاره د دواړو هیوادونو د چارواکو دوه اړخیزه غونډه نن په اسلام آباد کښې پیل شوه.
له اسلام آباده زمونږ د خبریال د رپورټ له مخې ټاکل شوې وه چې دغه غونډه پرون ترسره شوې وی خو د پاکستان د ملي امنیت د سلاکار ناصر خان جنجوعه د استعفا د خبر د خپریدو له امله وځنډیدله. په دغه غونډه کښې د پاکستاني پلاوي مشري به ناصر خان جنجوعه کوله خو اوس به دا کار د پاکستان د سینیټ ځیني چارواکي په غاړه ولري. د افغانستان د پلاوي په مشري په پاکستان کښې د دغه هیواد سفیر عمر زاخیلوال کوي.
پاکستان او افغانستان د ډیورینډ د کرښې او د سرحدي تاسیساتو د جوړولو په شمول د یوشمیر مسائلو په سر په خپلو کښې اختلاف لري.
ټیګونه