په پاکستان کښې په ترهه ګريزو حملو کښې اته تنه ووژل شول
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i74312-په_پاکستان_کښې_په_ترهه_ګريزو_حملو_کښې_اته_تنه_ووژل_شول
د پاکستان په بلوچستان صوبه کښې د دغه هېواد په فوځي کانوائۍ او په سرکاري ګاډي باندې د ترهه ګريزو حملو له کبله اته تنه ووژل شول.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 03, 2018 11:16 Asia/Kabul
  • په پاکستان کښې په ترهه ګريزو حملو کښې اته تنه ووژل شول

د پاکستان په بلوچستان صوبه کښې د دغه هېواد په فوځي کانوائۍ او په سرکاري ګاډي باندې د ترهه ګريزو حملو له کبله اته تنه ووژل شول.

د ايرنا د رپوټ له مخې د پاکستان د امنيتي ځواکونو په يوې ډلې نن د دغه هېواد د بلوچستان صوبې په آواران سيمه کښې د ترهه ګرو لخوا د راکټونو حمله وشوه چې له امله يې شپږ امنيتي ځواکونو ووژل شول او دوه تنه نور ژوبل شول.

په يو بله پېښه کښې د همدغې صوبې په پنجګور سيمه کښې د امنيتي ځواکونو په يو موټر د ترهه ګرو په ډزو سره دوه تنه امنيتي ځواکونه ووژل شول او يو بل ژوبل شو.

که څه هم تر اوسه چا کس يا ډلې د دغو ترهه ګريزو حملو ذمه واري په غاړه نه ده اخېستې خو د پاکستان حکومتي او امنيتي چارواکي غېر قانوني او تندلارې ډلې د دغې پېښې عاملان بولي.

د طالب، جماع الاحرار، سپاه صحابه او لشکر جهنګوي په شمول د پاکستان ترهه ګرې د دغه هېواد په فوځيانو او عامه خلقو باندې په حملو کښې رول لري.