د پاکستان د پخوانيو دوو ولسمشرانو د اموالو تحقيقات
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i74345-د_پاکستان_د_پخوانيو_دوو_ولسمشرانو_د_اموالو_تحقيقات
د پاکستان سترې محکمې د پاکستان د دوو پخوانيو ولسمشرانو پروېز مشرف غو آصف علي زرداري له هېواده د بهرنيو اموالو د تحقيقاتو حکم جاري کړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 04, 2018 13:23 Asia/Kabul
  • د پاکستان د پخوانيو دوو ولسمشرانو د اموالو تحقيقات

د پاکستان سترې محکمې د پاکستان د دوو پخوانيو ولسمشرانو پروېز مشرف غو آصف علي زرداري له هېواده د بهرنيو اموالو د تحقيقاتو حکم جاري کړ.

د تسنيم خبري اژانس د رپوټ له مخې د پاکستان د سترې محکمې يا سپريم کورټ مشر وويل، د پاکستاني مطرح شويو سياستدانانو د اموالو تفصيلات پکار دي اعلان شي او دهغوي د اقتصادي فساد د ثابتېدو په صورت کښې دې دغه اموال د سترو اقتصادي پروژو لپاره ضبط شي.

چيف جسټس ثاقب نثار له پاکستانه بهر په بېنکونو کښې د دغو کسانو د دقيقې موجودو رقمونو د مشخص کېدو غوښتنه وکړه او وې ويل پکار دي د دغو کسانو بېنکي اکاونټونه په دقيقه توګه وجاجولې شي چې د هغوي د شتمنيو پوره اندازه ولګي.

دا په داسې حال کښې دي چې د پاکستان پيپلز پارټۍ له دې مخکې ويلي وو چې له پاکستانه په بهر کښې د آصف علي زرداري شتمنۍ په کامله توګه اعلان شوې دي.

په همدې حال کښې د پاکستان د پخواني ولسمشر پرويز مشرف وکيل هم وويل، چې په راتلونکو دوو هفتو کښې به له هېواده په بهر کښې د خپل موکل شتمنۍ اعلان کړي.