د پاکستان تیر وزیراعظم او د هغه لور ونیوی شول
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i74657-د_پاکستان_تیر_وزیراعظم_او_د_هغه_لور_ونیوی_شول
د پاکستان پخوانی وزیراعظم نواز شریف او د هغه لور مریم نواز بیګا له لندن څخه پاکستان ته له رسیدو سره سم د دغه هیواد د امنیتي ځواکونو په لاس نیول شوي او اډیاله نومې جیل ته منتقل کړی شول.
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Jul 14, 2018 05:13 Asia/Kabul
  • د پاکستان تیر وزیراعظم او د هغه لور ونیوی شول

د پاکستان پخوانی وزیراعظم نواز شریف او د هغه لور مریم نواز بیګا له لندن څخه پاکستان ته له رسیدو سره سم د دغه هیواد د امنیتي ځواکونو په لاس نیول شوي او اډیاله نومې جیل ته منتقل کړی شول.

د پاکستاني رسنیو د خبر له مخې نواز شریف سره د خپلې لور بیګا له لندن څخه د ابوظهبۍ له لارې د پاکستان د پنجاب صوبې مرکز لاهور ته ورسید. دغه مهال د لاهور په هوايي ډګر کښې د پاکستان امنیتي ځواکونه او د احتساب ادارې کارکونکي په تیارسي حالت کښې موجود وو.

د پاکستان د احتساب ادارې یوې ښځینه ډلې د لاهور هوايي ډګر ته د نواز شریف د الوتکې له رسیدو سره سم په الوتکه کښې دننه له نواز شریف او مریم نواز څخه پاسپورټونه واخیستل او بیا په یوه بله ځانګړې الوتکه کښې دوي دواړه د پاکستان پلازمینې اسلام آباد ته ولیږل شول او د هغوي الوتکه بیګا څه کم یوولس بجې د اسلام آباد په هوايي ډګر کوزه شوه چرته چې د احتساب ادارې مامورینو پلار او لور دواړه ونیول او اډیاله زندان ته یې منتقل کړل.

په دې موقع د اسلام آباد په هوايي ډګر او همداشان په ټول لاهور کښې سختې امنیتي تابیاوې غوره شوې وې خو له نیکه مرغه کومه ستره او ترخه پیښه رامینځته نه شوه.