د پاکستان په وروستیو چاودنو کښې د هندوستان لاس دی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i74729-د_پاکستان_په_وروستیو_چاودنو_کښې_د_هندوستان_لاس_دی
د پاکستان د بلوچستان صوبې موقت اعلی وزیر هندوستان د خپل هیواد د وروستیو ترهګرو چاودنو لامل وباله.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 15, 2018 15:51 Asia/Kabul
  • د پاکستان په وروستیو چاودنو کښې د هندوستان لاس دی

د پاکستان د بلوچستان صوبې موقت اعلی وزیر هندوستان د خپل هیواد د وروستیو ترهګرو چاودنو لامل وباله.

تسنیم خبري آژانس لیکلي چې علاء الدین مري د جمعې د ورځې له ترهګرو پیښو د خواشینۍ په څرګندولو سره چې د سلګونو پاکستانیانو د مرګ ژوبلې سبب شوې، ادعا وکړه چې د هندوستان استخباراتي ادارې د خیبر پښتونخوا او بلوچستان صوبو په خونړیو چاودنو کښې لاس لره.

هغه د دې چاودنو هدف د روانې جولایۍ میاشتې په پنځویشتمه نیټه د پاکستان د پارلیماني انتخاباتو ځنډول اعلان کړل او ویې ویل چې د دې هیواد انتخابات به په هیڅ توګه ونه ځنډول شي.

د بلوچستان صوبې د لنډمهاله وزیراعلی دا څرګندونې په داسې حال کښې دي چې هند او پاکستان د کشمیر په شمول په ځینو مسائلو په خپلو کښې اختلاف لري او یوبل د ترهګرۍ په ملاتړ تورنوي.