شهباز شریف خپل ورور نواز شریف ته په دوکې ورکولو تورن شو
پاکستاني رسنیو د خپل ورور شهباز شریف لخوا د دغه هیواد د څنګته کړی شوي وزیراعظم نواز شریف د غولول کیدو خبر ورکړ.
تسنیم خبري آژانس د نیوز ایکسپریس له قوله لیکلي چې د پاکستان پخواني او ردِ صلاحیت شوي وزیراعظم چې د مالي فساد په جرم زنداني شوی دی، خپله لاره د مسلم لیګ نواز ګوند له نوي مشر او خپل ورور شهبازه شریف څخه بیله کړې ده.
دې رسنیو ولیکل: نواز شریف د مسلم لیګ نواز ګوند د مشرانو په پوچو ژمنو غولیدلی او له لندن څخه پاکستان ته ستون شو خو هغوي حتی د نواز شریف د ملاتړ لپاره د لاهور په هوايي ډګر کښې حاضر نه شول.
د ویلو ده چې نواز شریف تیره جمعه د مسلم لیګ نواز ګوند د پلویانو د ملاتړ په هیله له لندن څخه پاکستان ته ستون شو خو هیڅ ملاتړ ترې ونه شو او امنیتي ځواکونو دی او لور یې په هوايي ډګر کښې ونیوه او جیل ته یې منتقل کړ.