هندوستان د پاکستان ترهګرې حملې وغندلې
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i74742-هندوستان_د_پاکستان_ترهګرې_حملې_وغندلې
د هندوستان د بهرنیو چارو وزارت د پاکستان په مختلفو سیمو کښې وروستۍ ترهګرې حملې وغندلې.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 16, 2018 08:24 Asia/Kabul
  • هندوستان د پاکستان ترهګرې حملې وغندلې

د هندوستان د بهرنیو چارو وزارت د پاکستان په مختلفو سیمو کښې وروستۍ ترهګرې حملې وغندلې.

د هندوستان خارجه وزارت د پاکستان په پیښور، مستونګ او بنو کښې د شویو وروستیو ترهګرو چاودنو په غندلو سره د دغو پيښو د مړو له کورنیو او زخمیانو سره غمرازي څرګنده کړه.

دا په داسې حال کښې دي چې د پاکستان د بلوچستان صوبې موقت اعلی وزیر پرون هندوستان د خپل هیواد د وروستیو ترهګرو چاودنو لامل وباله.

علاء الدین مري د جمعې د ورځې له ترهګرو پیښو د خواشینۍ په څرګندولو سره چې د سلګونو پاکستانیانو د مرګ ژوبلې سبب شوې، ادعا وکړه چې د هندوستان استخباراتي ادارې د خیبر پښتونخوا او بلوچستان صوبو په خونړیو چاودنو کښې لاس لره.

هغه د دې چاودنو هدف د روانې جولایۍ میاشتې په پنځویشتمه نیټه د پاکستان د پارلیماني انتخاباتو ځنډول اعلان کړل او ویې ویل چې د دې هیواد انتخابات به په هیڅ توګه ونه ځنډول شي.

د مستونګ د ترهګرې پيښې پړه داعش منلې او د پیښور د پیښې مسئولیت طالب ډلې په غاړه اخیستی دی.