دپاکستان راحیل شریف له کابینې اجازه نه وه ترلاسه کړی
-
د هیواد دفاع وزارت د پوځ پخواني مشر متقاعد جنرال راحیل شریف ته د نا شکایت سند ورکړی وو .
زمونږ خبریال وایی د پاکستان لوی څارنوال (attorney general) پرون سترې محکمې (Supreme Court) ته وویل چې دپوځ پخوانی مشر متقاعد جنرال راحیل شریف د سعودی عربستان په مشرۍ د یوڅلویښتو(۴۱) هیوادونو دپوځی ائتلاف د مشرۍ له ترلاسه کولو مخکې له فیډرال کابینې څخه د ناشکایت سند (no-objection certificate (NOC)) نه وو ترلاسه کړی .
هغه وویل دپاکستان له قانون سره سم په خارجی هیوادونو کښې د کار غوښتونکو حکومتی افسرانو ته دفیډرال حکومت لخوا د نا شکایت سند ورکول کیږی او دا ضرورت شته چې دغه د ناشکایت سند د فیډرال کابینې لخوا تائید شی .
خو دپاکستان د دفاع وزارت سیکرټر متقاعد جنرال ضمیر الحسن سترې محکمې ته وویل د هیواد دفاع وزارت د پوځ پخوانی مشر متقاعد جنرال راحیل شریف ته د نا شکایت سند ورکړی وو او په سعودی عربستان کښې د پوځي ائتلاف د قومندانۍ دترلاسه کولو لپاره یې ورته لاره برابره کړی وه .
دپاکستان د سترې محکمې درې (۳)کسیزه ډلې چې مشرۍ یې د محکمې مشر ثاقب نثار کوی حکومت ته حکم ورکړ چې د پخوانی لومړی وزیر نوازشریف لخوا د سعودی عربستان د پوځی ائتلاف دمشر په توګه دپوځ دپخوانی مشر جنرال راحیل شریف د ټاکلو کار دې فیډرال کابینې ته وړاندې کړی چې کابینه هغه تائیدوی او که نه .
دپاکستان دپوځ پخوانی مشر راحیل شریف په داسې حال کښې دسعودی عربستان په مشرۍ د پوځی ائتلاف مشرۍ کوی چې دغه ائتلاف سعودی عربستان د امریکا او دصهیونیسټ رژیم په حکم سره دایران پرضد جوړ کړی دی خو دغه جعلی ائتلاف تراوسه په خپلو ناوړه هدفونو کښې په کامل ډول ناکامه دی .