قالیباف: امریکا په بدعهدۍ سره په سیمه کې د ثبات مخنیوی وکړ
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i177094-قالیباف_امریکا_په_بدعهدۍ_سره_په_سیمه_کې_د_ثبات_مخنیوی_وکړ
د پاکستان د پوځ د لوی قوماندان جنرال عاصم منیر د ایران د اسلامي شورا مشرمحمد باقر قالیباف سره کتنه وکړه
(last modified 2026-08-25T01:22:54+00:00 )
Aug 25, 2026 05:50 Asia/Kabul
  •    قالیباف: امریکا په بدعهدۍ سره په سیمه کې د ثبات مخنیوی وکړ

د پاکستان د پوځ د لوی قوماندان جنرال عاصم منیر د ایران د اسلامي شورا مشرمحمد باقر قالیباف سره کتنه وکړه

پارس ټوډې- د ایران د اسلامي شورا رئیس له عاصم منیر سره په کتنه کې وویل: موږ د تفاهم‌یادښت د شرطونو د پلي کېدو پلټنه کوو او امریکا ده چې باید د تفاهم‌نامې له مخې خپلو ژمنو ته پابنده واوسي. 

پارس ټوډې د مهر خبري اژانس له قوله راپور ورکوي، د پاکستان د پوځ لوی قوماندان فیلډ مارشال عاصم منیر د دوشنبې ماښام د ایران د اسلامي شورا له رئیس محمد باقر قالیباف سره وکتل او خبرې اترې یې وکړې. 

په دې کتنه کې چې په سیمه کې د سولې او امنیت د پیاوړتیا لپاره د پاکستان د هڅو په دوام ترسره شوه، قالیباف د اسلام‌آباد د تفاهم‌یادښت په پلي کولو کې د امریکا بېلابېلې بدعهدۍ وڅېړلې او ویې ویل: په تفاهم‌یادښت کې د دواړو لورو ژمنې روښانه دي او دا امریکا وه چې په بدعهدۍ سره یې په سیمه کې د ثبات د ټینګښت مخنیوی وکړ او پر دغه هېواد د بې‌باورۍ لپاره یې بل دلیل هم پیدا کړ. 

د ایران د مذاکراتي پلاوي مشر، له فشارونو څخه د اسلامي جمهوریت د اغېزمن کېدو په ردولو سره ټینګار وکړ: موږ د تفاهم‌یادښت د شرطونو د پلي کېدو پلټنه کوو او دا امریکا ده چې باید د تفاهم‌نامې له مخې خپلو ژمنو ته پابنده واوسي. 

عاصم منیر هم په دې کتنه کې یادونه وکړه چې په سیمه کې د ثبات د بیا ټینګښت لپاره به خپلو هڅو ته دوام ورکړي. 

د ایران د ملي امنیت عالي شورا منشي تورن جنرال محسن رضایی هم د پاکستان د پوځ له قوماندان سره په کتنه کې وویل: موږ پر امریکا بې‌باوره یو او امریکا باید خپل چلند بدل کړي او د تفاهم‌نامې د شرطونو د پلي کولو په برخه کې عملي اقدامات ترسره کړي. 

د پاکستان د پوځ قوماندان عاصم منیر هم د اسلام‌آباد د تفاهم‌نامې د لاسلیک لپاره د پاکستان پراخو هڅو ته په اشارې سره، د ایران او پاکستان ترمنځ پر ورورولۍ او دوستۍ ټینګار وکړ او ویې ویل: پاکستان د دواړو هېوادونو ترمنځ د پولو د امنیت په برخه کې هم ډېرې هڅې کړې دي.