د پاکستان په ډېره اسماعيل خان ښار کښې مظاهرې
Aug 09, 2018 01:31 Asia/Kabul
د پاکستان د خېبر پښتونخوا صوبې د ډېره اسماعيل خان خلقو په دغه ښار کښې د شيعه ؤ د وژلې په خلاف احتجاجي مظاهرې وکړې.
د تسنيم خبري اژانس د رپوټ له مخې په ډېره اسماعيل خان ښار کښې د شيعه مسلمانانو په خلاف له هدفمنو ترهه ګريزو حملو وروسته د دغه ښار خلقو پرون د احتجاجي مظاهرو په کولو سره د دغو حملو د عاملانو د نيولو غوښتنه وکړه.
د رپوټونو له مخې ناپېژندل شوي ترهه ګرو په ډېره اسماعيل خان ښار کښې په يوه ورځ کښې په دريو بيله بيلو حملو کښې درې شيعه ووژل.
د سپاه صحابه، لشکر جهنګوي، طالبانو او نورې وهابي ترهه ګرې ډلې د يو پلان شوي پروګرام د عملي کولو په حال کښې دي چې د ډېره اسماعيل خان شيعه پنجاب صوبې ته کډه کولو ته مجبور کړي.
ټیګونه