د پاکستان په بلوچستان کښې بمي چاودنه شوې
Aug 13, 2018 03:09 Asia/Kabul
د پاکستان د سویل لویدیځ په بلوچستان صوبه کښې د بم چاودیدو له امله د دغه هیواد شپږ پولیس ځواکونه زخمي شول.
ایرنا د پاکستان د امنیتي چارواکو له قوله لیکلي چې دغه شپږ پاکستاني پولیس پرون د بلوچستان صوبې په چمن سیمه کښې په یو موټر سایکل کښې د ایښودل شوي بم د چاودیدو له امله زخمي شوي دي.
وړمه ورځ هم د بلوچستان په مرکز کویټه ښار کښې د څو کارګرانو او چیني انجنئیرانو په ګاډي باندې د نامعلومو کسانو په ترهګره حمله کښې د دریو چیني انجنئیرانو په شمول شپږ کسانو زخمي شول.
ټیګونه