پاکستانيانو ته د خپلواکۍ جشن مبارک شه
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i75597-پاکستانيانو_ته_د_خپلواکۍ_جشن_مبارک_شه
د پاکستان د خپلواکۍ د پاکستان د خپلواکۍ له اويايمې کليزې سره په يو وخت د دغه هېواد خلقو بېګا په سړکونو باندې په شتون او د پاکستان د بېرغونو په اوچتولو او اتڼونو په اچولو سره د جشن دستورې ونمانځلې.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 14, 2018 09:34 Asia/Kabul
  • پاکستانيانو ته د خپلواکۍ جشن مبارک شه

د پاکستان د خپلواکۍ د پاکستان د خپلواکۍ له اويايمې کليزې سره په يو وخت د دغه هېواد خلقو بېګا په سړکونو باندې په شتون او د پاکستان د بېرغونو په اوچتولو او اتڼونو په اچولو سره د جشن دستورې ونمانځلې.

د ايرنا د رپوټ له مخې د پاکستان په پائتخت اسلام آباد کښې د پاکستانيان په دومره ګڼ شمېر کښې موجود وو چې د دغه ښار اکثر سړکونه او لوئې لارې په خاصه توګه د دغه هېواد د باني محمد علي جناح نومې لويه لار تر ګېنټو ګېنټو پورې بنده وه.

په اسلام آباد کښې د سخت باران باوجود پاکستاني ځوانانو د دغه هېواد په بېرغونو د خپلو موټرونو په سينګارولو سره د شپې تر ناوخته پورې په سړکونو کښې شتون ولرۀ او د سترو او وړو غونډو په جوړولو سره يې يې د پاکستان زنده باد او د ازادۍ جشن دې مبارک وي نعرې وهلې.

پاکستان د ۱۹۴۷ کال د اګست په ۱۴ نېټه د محمد علي جناح په مشرۍ چې به قائداعظم مشهور ؤ دغه هېواد د هغه وخت د برطانيې د حکومت له استعمار څخه ازاد او خپلواکه کړ.