د امریکی په سیاستونو د پاکستان نیوکه
د پاکستان د موقت دولت د بهرنیو چارو وزیر، د یاد هیواد اوسنی مشکلات، د اسلام آباد په وړاندی د امریکی د غلیمانه سیاستونو نتیجه وبلله.
عبدالله حسین هارون؛ په کراچی ښار کی د خبریالانو په ټول کی وویل: له پاکستان سره د امریکی کړچار او تګ لاره صادقانه نه ده، او داسی بریښی چی واشنګټن غواړی؛ اسلام آباد له لا زیاتو مشکلاتو سره لاس او ګریوان کړی.
د پاکستان د لنډ مهال دولت خارجه وزیر زیاته کړه: پاکستان؛ د تیرو کلونو په اوږدو کی، د امریکی د نوکر په توګه عمل کړئ دئ، او په سیمه کی یی د واشنګټن د اهدافو او ګټو په لاره کی ګام اخیستئ دئ.
عبدالله حسین هارون څرګنده کړه: حاضر دمه؛ د پاکستان دولت باید د امریکی له دغه پیلتوب څخه ووځی، په ځان باندی تکیه ولری، او له ګاونډیانو او همداراز اسلامی هیوادونو سره خپلې اړیکی پراخی کړی.
د پاکستان او افغانستان لپاره د امریکی د ؤلس مشر« ډونالډ ټرمپ»، د نوې ستراتژۍ اعلان؛ د پاکستان د مقامونو د نا رضایتۍ سبب ګرځیدلئ دئ.
د افغانستان او پاکستان په هکله، د امریکی د ؤلس مشر په نوې ستراتژۍ کی،«ټرمپ» پاکستان د ټروریزم ملاتړ وباله، او ګواښ یی وکړ؛ چی که اسلام آباد پخپل هیواد کی د ترهه ګرو پناه ځایونه له منځه یو نسی؛ له دغه هیواد سره به د امریکی مالی مرستې بندی شی.
د پاکستان په وړاندی د امریکی په سیاستونو نیوکه کول، د اسلام آباد په ډیپلماسۍ کی معموله روده شمیرله کیږی، چی په راتلونکو اونیو کی د پاکستان د نوی دولت په رامنځته کیدو سره به، دغه مسئله لا سخته شی.
د تحریک انصاف د مشر« عمران خان » دریځ او سیاست ته په پام سره؛ چی د پاکستان په وروستیو پارلمانی انتخاباتو کی یی وکړای شول، له نورو ګوندونو سره په سیالۍ کی لا زیاتی څوکۍ لاسته راوړی، له وړاندی څخه اټکل کیږی؛ چی په نوې دوره کی د یاد هیواد بهرنئ سیاست، د ډیپلماسۍ په ډګر کی د خپلواکو سیاستونو د غوره کولو په دلیل؛ له سپینۍ ماڼۍ سره په اړیکو کی
د لانجې له دوام سره مل وی.
البته؛ د امریکی له سیاستونو سره په مخالفت کی، د عمران خان سیاست؛ د پاکستان د وروستیو انتخاباتو په تبلیغاتو کی د هغه د دریځونو په اعلانیدو پوری محدود نه دئ؛ بلکه نوموړئ د یاد هیواد په قبایلی سیمو دامریکی د بی پیلوټه الوتکو د حملو د پیلیدو او سختیدو له وخت څخه، له ټرویزم سره د مبارزې په پلمه د واشنګټن له یو اړخیزو اقداماتو سره په مخالفت کولو کی، یو برجسته او مخکښ شخصیت پاتی شوئ دئ.
په امریکا کی حقوقی شناندئ« مایکل رتنر » پدې هکله وایی: د امریکی د بی پیلوټه الوتکو حملی، چی په ترځ کی یی غیر پوځیان یا وسله وال کسان ووژل شی، له حقوقی نظره غیر قانونی دی، او د پاکستان په شان هیوادونو خلګ؛ تل په ویره او اندیښنه کی شپی سبا کوی. ځکه چی دغه الوتکی تل؛ د هغوی په فضا کی د الوتنی په حال کی دی، او هغوی تل ځانونه د مړینی له خطر سره مخ وینی. حتی عمران خان؛ له ۲۰۰۸ کال څخه تر ۲۰۱۳ کلونو پوری په ځلونو، په قبایلی سیمو باندی په حمله کی د امریکی د سیاستونو په وړاندی د کرکې ښودلو او د هغو د غندلو په منظور، د پاکستان په یو شمیر ښارونو کی د خپلو پلویانو د لاریونونو او
اعتراضی مظاهرو د کولو غوښتونکئ شوئ ؤ.
د عمران خان په سیاسی کارنامه کی دا شان مخینی ته په پام سره، دا انتظار کیږی چی د پاکستان د نوی دولت په جوړیدو سره، دغه هیواد له پخوا څخه په زیاته اندازه، له امریکی سره د مقابلې په لاره کی پرمخ لاړ شی.
له ګاونډیانو سره د اړیکو د پیاوړی کولو لپاره، د عمران هغه ویناوی چی د پاکستان د پارلمانی انتخاباتو د نتایجو له اعلانیدو وروسته یی وکړې؛ دا را ښیی چی هغه؛ د سیمه ایزو اړیکو پراختیا، د یاد هیواد د راتلونکی دولت د بهرنی سیاست په لمړیتوب کی را وستې ده، او د پاکستان په رسنیو کی د دی مسئلې اعلان، چی ایران؛ د تحریک انصاف د بریالی ګوند د مشر د سفر، لمړنئ مقصد دئ، په همدی چوکاټ کی د څیړنی وړ دئ.