د پاکستان په کراچۍ کښې پنځه ترهګر ونیوی شول
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i75677-د_پاکستان_په_کراچۍ_کښې_پنځه_ترهګر_ونیوی_شول
د پاکستان پولیسو د سند صوبې په مرکز کراچۍ ښار کښې پنځه ترهګر ونیول.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 17, 2018 10:58 Asia/Kabul
  • د پاکستان په کراچۍ کښې پنځه ترهګر ونیوی شول

د پاکستان پولیسو د سند صوبې په مرکز کراچۍ ښار کښې پنځه ترهګر ونیول.

تسنیم خبري آژانس لیکلي چې د کراچۍ ښار پولیسو د دغه ښار په ناامنو سیمو کښې د تلاشۍ په پوسټو کښې پنځه ترهګر ونیول او ورڅخه یې زیاته اندازه وسله او مهمات ضبط کړل.

د کراچۍ پولیس وايي چې نیول شویو کسانو د کراچۍ په مختلفو سیمو کښې د ترهګرو عملیاتو د کولو نیت درلود.

دا په داسې حال کښې دي چې دوه ورځې مخکښې د کراچۍ په ناظم آباد سیمه کښې یو انجنیئر د نامعلومو کسانو په ډزو کښې وژل شوی و.