درې غوره مقامونه؛ د پاکستان د پاراتکواندو پرېزیډنټ کپ ایران ته ورسېد
Aug 24, 2026 05:22 Asia/Kabul
پارس ټوډی - د پاراتکواندو د پرېزیډنټ کپ سیالیو درې غوره مقامونه د ایران د ملي لوبډلې غړو خپل کړل.
د پارس ټوډی د راپور له مخې، چې د صداوسیما خبري اژانس څخه یې نقل کړی، د ایران د ۷۰ کیلوګرامو څخه کم وزن ملي لوبغاړي امیرمحمد حقیقتشناس، د پاکستان د پاراتکواندو پرېزیډنټ کپ سیالیو د تر ټولو تخنیکي لوبغاړي مقام ترلاسه کړ.
د ایران د نارینهوو د پاراتکواندو ملي لوبډلې روزونکي مهدي احمدي، د نارینهوو د غوره روزونکي مقام خپل کړ او د ایران د ښځینهوو د پاراتکواندو ملي لوبډلې روزونکې عاطفه کشاورز هم د دغو سیالیو د غوره ښځینه روزونکې په توګه وټاکل شوه.
ټیګونه