د طالبانو او قرغیزستان د بهرنیو چارو وزیرانو ټیلیفوني خبرې
د طالبانو او قرغیزستان د بهرنیو چارو وزیرانو په ټیلیفوني خبرو کې د سوداګرۍ او پانګونې په اړه د نظرونو تبادله وکړه.
د طالبانو او قرغیزستان د بهرنیو چارو وزیرانو په ټیلیفوني خبرو کې د سوداګرۍ او پانګونې په اړه د نظرونو تبادله وکړه.
د فارس خبري اژانس د راپور له مخې د قرغیزستان د بهرنیو چارو وزیر جینبیک کولوبایف او د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي ټیلیفوني خبرې وکړې.
په دې خبرو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو، اقتصادي او پانګیزو همکاریو د پراختیا په اړه بحث وشو.
امیرخان متقي په قرغیزستان کې د شانګهای همکاریو سازمان د غونډې او د شپږمې دورې د کوچیانو د نړیوالو لوبو د ترسره کېدو له امله دغه هېواد ته مبارکي وویله او همدارنګه یې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د غیر دایمي غړي په توګه د قرغیزستان د ټاکل کېدو مبارکي هم وړاندې کړه.
له دې مخکې اعلان شوی و چې ټاکل شوې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ کچه درې میلیارد ډالرو ته ورسېږي.
*/*