پاکستان په افغانستان کښې دترهګرو ملاتړ نه کوی
-
پاکستان او افغانستان چې د ډیورینډ د کرښې او د سرحدي تاسیساتو دجوړولو په شمول دیوشمیر مسائلو په اړه اختلاف لري .
تسنیم خبری اژانس وایی د پاکستان د پوځ مشر جنرال قمر جاوید باجوا د کابل په لویدیځ کښې په دشت برچی سیمه کښې په ترهګرې حملې کښې د افغانستان دیوشمیر ملګی وګړو د وژل کیدا په خاطر د دغه هیواد چارواکو ته د تسلیت دپیغام په ترڅ کښې وویل پاکستان له ترهګرو سره هیڅ مرسته نه ده کړی او ثبات لرونکی افغانستان به د لا امنه پاکستان په معنا وی .
هغه وویل پاکستان په افغانستان کښې دهیڅ ترهګرو حملو ملاتړ نه کوی او د پاکستان په ملاتړ سره په افغانستان کښې هیڅ ترهګره ډله فعالیت نه کوی .
د افغانستان ولسمشر اشرف غنی پرون غزنی ښار ته په ورتلو سره چې طالبانو ورباندې بریدونه کړی وو د پاکستان د پوځ مشر جنرال قمر جاوید باجوا ته په وینا کښې د دغه هیواد په روغتونونو کښې د طالبانو دځینو ژوبلو وګړو د درملنې په اړه له اسلام اباد څخه توضیح وغوښت .
پاکستان او افغانستان چې د ډیورینډ د کرښې او د سرحدی تاسیساتو دجوړولو په شمول دیوشمیر مسائلو په اړه اختلاف لری تل یوبل له ترهګرو ډلو په ملاتړ تورنوی .