پاکستان په افغانستان کښې دترهګرو ملاتړ نه کوی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i75698-پاکستان_په_افغانستان_کښې_دترهګرو_ملاتړ_نه_کوی
تسنیم خبری اژانس وایی د پاکستان د پوځ مشر جنرال قمر جاوید باجوا د کابل په لویدیځ کښې په دشت برچی سیمه کښې په ترهګرې حملې کښې د افغانستان دیوشمیر ملګی وګړو د وژل کیدا په خاطر د دغه هیواد چارواکو ته د تسلیت دپیغام په ترڅ کښې وویل پاکستان له ترهګرو سره هیڅ مرسته نه ده کړی او ثبات لرونکی افغانستان به د لا امنه پاکستان په معنا وی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 18, 2018 07:56 Asia/Kabul
  • پاکستان او افغانستان چې د ډیورینډ د کرښې او د سرحدي تاسیساتو دجوړولو په شمول دیوشمیر مسائلو په اړه اختلاف لري .
    پاکستان او افغانستان چې د ډیورینډ د کرښې او د سرحدي تاسیساتو دجوړولو په شمول دیوشمیر مسائلو په اړه اختلاف لري .

تسنیم خبری اژانس وایی د پاکستان د پوځ مشر جنرال قمر جاوید باجوا د کابل په لویدیځ کښې په دشت برچی سیمه کښې په ترهګرې حملې کښې د افغانستان دیوشمیر ملګی وګړو د وژل کیدا په خاطر د دغه هیواد چارواکو ته د تسلیت دپیغام په ترڅ کښې وویل پاکستان له ترهګرو سره هیڅ مرسته نه ده کړی او ثبات لرونکی افغانستان به د لا امنه پاکستان په معنا وی .

هغه وویل پاکستان په افغانستان کښې دهیڅ ترهګرو حملو ملاتړ نه کوی او د پاکستان په ملاتړ سره په افغانستان کښې  هیڅ ترهګره ډله فعالیت نه کوی .

د افغانستان ولسمشر اشرف غنی پرون غزنی ښار ته په ورتلو سره چې طالبانو ورباندې بریدونه کړی وو د پاکستان د پوځ مشر جنرال قمر جاوید باجوا ته په وینا کښې د دغه هیواد په روغتونونو کښې د طالبانو دځینو ژوبلو وګړو د درملنې په اړه له اسلام اباد څخه توضیح وغوښت .

پاکستان او افغانستان چې د ډیورینډ د کرښې او د سرحدی تاسیساتو دجوړولو په شمول دیوشمیر مسائلو په اړه اختلاف لری تل  یوبل له ترهګرو ډلو په ملاتړ تورنوی .