عمران خان د ټولو کسانو داحتساب خبره وکړه
-
شهباز شریف او مولانا فضل الرحمن په انتخاباتو کښې ددرغلۍ پرضد پرلتې ووهي ،کانټیرونه ، ډوډۍ او کسان به مونږ ورته برابره کړو .
زمونږ خبریال وایی دپاکستان لومړی وزیر عمران خان وویل زه د خدای پاک ج په وړاندې ژمنه کوم چې دټولو کسانو به سم احتساب وشی .
هغه وویل زه تراوسه نه چا غولولی یم او نه به مو څوک وغولوی او زه د خدای پاک ج په وړاندې ژمنه کوم چې د ټولو کسانو به سخت حساب کتاب وشی .
عمران خان وویل هیڅ غله ته به د ملی پخلاینې مصوبه ملاو نشی او زیاته یې کړه د واک په وسیله د پاکستان د پیسو له غلا کونکو هغه خارج ته د شتمنیو له وړونکو کسانو سره به سخت چلند وشی او د عدالت منګولوته به وسپارل شی .
دپاکستان لومړی وزیر عمران خان زیاته کړه ویل کیږی چې زه د ایسټبلیشمینټ (Establishment)سړی یم او ویې ویل زه هیڅ دیکتاتور نه یم روزلی او زه په خپلو پښو دریدا سره راغلی یم .
عمران خان وویل په انتخاباتو کښې د درغلۍ شورماشور کونکی کسان باید دانتخاباتو کمیسیون یا سترې محکمې ته ورشی مونږ یې مخه نه نیسو او په کوم ډول چې تحقیقات کیږی مونږ به ورسره مرسته وکړو .
هغه وویل شهباز شریف او مولانا فضل الرحمن په انتخاباتو کښې ددرغلۍ پرضد پرلتې ووهی ،کانټیرونه ، ډوډۍ او کسان به مونږ ورته برابره کړو .