دپنجاب صوبې داعلی وزیر څوکۍ هم تحریک انصاف وګټله
دتحریک انصاف کاندید عثمان بزدار د حمزه شریف د ۱۵۹رایو په مقابل کې په ۱۸۹ رایو سره دغه څوکۍ هم وګټله او دغه راز په پنجاب صوبې کې هم د مسلم لیګ ن څانګې قدرت ته درسیدا ټوله هیلې په اوبو لاهوو شوې . راپور ښئ په پنجاب صوبائی جرګې کې د پټو رایو اچونې په ځای په ښکاره توګه د اعلی وزیر دټاکنې رای واخستل شوې چې مسلم لیګ ن څانګې پکې ماته وخوړله او دغه راز د پاکستان د مرکز او صوبائی حکومتونو ټاکل کیدل هم پای ته ورسیدل .
زمونږخبریال د جنګ انټرنیټی سایټ له قوله راپورراکړ د پآکستان دپنجاب صوبائی جرګې غونډه نن د دغې صوبې داعلی وزیر د ټاکلو لپاره د دغې جرګې دمشر چودهری پرویز الهی په مشرۍ نن سهار پیل شوه او تر څو ساعتونو پورې ئې دوام وکړ ا و داعلی وزیر دڅوکۍ لپاره د تحریک انصاف د کاندید عثمان بزدار او دمسلم لیک ن څانګې د حمزه شریف تر مینځ سیالی وشوه چې بلاخره په پنجاب صوبائی جرګې کې هم چې د نواز شریف ستره پلوی صوبه ده ، دتحریک انصاف کاندید عثمان بزدار د حمزه شریف د ۱۵۹رایو په مقابل کې په ۱۸۹ رایو سره دغه څوکۍ هم وګټله او دغه راز په پنجاب صوبې کې هم د مسلم لیګ ن څانګې قدرت ته درسیدا ټوله هیلې په اوبو لاهوو شوې . راپور ښئ په پنجاب صوبائی جرګې کې د پټو رایو اچونې په ځای په ښکاره توګه د اعلی وزیر دټاکنې رای واخستل شوې چې مسلم لیګ ن څانګې پکې ماته وخوړله او دغه راز د پاکستان د مرکز او صوبائی حکومتونو ټاکل کیدل هم پای ته ورسیدل .
ټاکل شوې ده د پآکستان دعمران خان په مشرۍ یویشت کسیزه مرکزی کابینه سبا دولسمشرۍ په ماڼۍ کې لوړه وکړی .
داپه داسې حال کې دی چې د پاکستان دڅلورو صوبو ګورنرانو هم چې د مرکزی حکومت استازی وی ، تر پرون پورې استعفی ګانې ورکړی او ټاکل شوې ده چې د لومړی وزیر عمران خان به ئې ډیر زر د ټاکلو لپاره نومونه ولسمشر ممنون حسین ته ولیږدوی .