د پاکستان نوی حکومت نواز شریف ممنوع الخروج کوي
Aug 21, 2018 07:39 Asia/Kabul
د پاکستان حکومت پرون وویل چې د دغه هیواد پخوانی وزیراعظم نواز شریف چې نن سبا په جیل کښې دی، ممنوع الخروج کوي.
د پاکستان د نوي وزیراعظم عمران خان حکومت په خپلو وړومبنیو فیصلو کښې له هیواده د پخواني او څنګته کړی شوي وزیراعظم نواز شریف په وتلو بندیز لګوي.
د پاکستان د اطلاع رسونې وزیر فواد چودري څرګنده کړه: د نواز شریف او د هغه د لور ممنوع الخروج کیدل چې د دغه هیواد په کابینه کښې تصویب شول، له مسئولانو د ځواب اخیستو د بهیر د پیلولو لپاره د حکومت د هلوځلو یوه برخه ده.
یاده دې وي چې نواز شریف په تیره جولایۍ میاشت کښې د مالي فساد او پیسو وینځلو (مني لانډرنګ) په جرم په لس کاله بند محکوم شوی دی. د هغه لور مریم نواز ته هم محکمې د اوو کالو جیل سزا ورکړې ده.
ټیګونه