دپاکستان حکومت اضافی لګښتونه اوخرڅې حذف کړې
فواد چوهدری دې ته په اشارې سره چې دپاکستان لومړی وزیر ، مشر قاضی او وزیران دشخصی سفرونو لپاره له حکومتی امتیازونو او آسانتیاؤ استفاده نشی کولی ، ووئیل ، دپاکستان لومړی وزیر ټینګار کوی ، چې باید د واکوالانو د اضافی لګښتونو مخه ونیول شی .
فارس خبری آژانس راپورورکړ د پاکستان نوی مرکزی حکومت کابینې چې د لومړی وزیر عمران خان په مشرۍ ئې دوهمه غونډه په اسلام اباد کې ترسره کړې ، د دغه حکومت دکابینې دغړو او دغه راز د درستو حکومتی اورګانونو د اضافی لګښتونو او خرڅو د حذفیدا له وړاندیز سره موافقه کړې ده .
راپور ښئ د دغې غونډې له ترسره کیدا وروسته د پاکستان د اطلاعاتو وزیر فواد چوهدری په یوې خبرې ناستې کې وئیلی دی ، په کابینې کې د شوو فیصلو په اساس ، د وزیرانو هغه بهرنی سفرونه به چې دپاکستان پر حکومت اضافی لګښتونه تپی ، محدود شی او دغه سفرونه به یوازې دلومړی وزیر په اجازت سره ترسره شی .