پاکستان ته دا یران دګیسو دپایپ لاین پروژه به بشپړکړو
دپاکستان لومړی وزیر له ایران سره د دوواړخیزو اړیکو په پراختیا په ټینګار سره وئیلی دی ، پاکستان دایران ګیس ته ډیره اړتیا لری .
فارس خبری آژانس راپورورکړ ، دپاکستان لومړی وزیر عمران خان نن په یوې غونډې کې د طبیعی ګیسو د وازداتو په زمینې کې له اسلامی ایران سره د د دغه هیواد نزدواړیکو دپراختیا لپاره کلک هوډ ښکاره کړې او وئیلی ئې دی ، داسلام اباد تهران یوه ګډه اصلی پروژه ، پاکستان ته دایران د ګیسو دپایپ لاین چې د سولې په پایپ لاین مشهور دی ، اجرا ده .
دپاکستان لومړی وزیر له ایران سره د دوواړخیزو اړیکو په پراختیا په ټینګار سره وئیلی دی ، پاکستان دایران ګیس ته ډیره اړتیا لری .
د سولې په پایپ لاین مشهور دګیسو دپایپ لاین پاکستان ته د رسونې پروژه د ۲۰۱۴کال له مارچه پیل شوې ، خو دځینو هیوادونو لاسوهنو په پاکستان کې د دغې پروژې اجرا تر نن ه ځڼدولې ده .
ایران پاکستان ته د صادرتو لپاره دګیسو دپایپ لاین دتړون په وړاندې پخپلو ژمنو عمل کړی دی او دغه پایپ لاین ئې د دغه هیواد تر پولې پورې بشپړ کړی دی .
په پاکستان کې د ګیسو اوبریښنا،کمښت ، د انرزۍ اوسونګو دبیّو ډیره لوړیدا او پراخه خاموشی د دغه هیواد دخلکو لپاره یو جدی ستونزه ده او داسلام اباد حکومت تر دې دمه نه دی توانیدلی څو ددې مشکل لپاره کومه حل لاره ولټوی .