پاکستان ته دا یران دګیسو دپایپ لاین پروژه به بشپړکړو
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i75891-پاکستان_ته_دا_یران_دګیسو_دپایپ_لاین_پروژه_به_بشپړکړو
دپاکستان لومړی وزیر له ایران سره د دوواړخیزو اړیکو په پراختیا په ټینګار سره وئیلی دی ، پاکستان دایران ګیس ته ډیره اړتیا لری .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 25, 2018 11:59 Asia/Kabul
  • پاکستان ته دا یران دګیسو دپایپ لاین پروژه به بشپړکړو

دپاکستان لومړی وزیر له ایران سره د دوواړخیزو اړیکو په پراختیا په ټینګار سره وئیلی دی ، پاکستان دایران ګیس ته ډیره اړتیا لری .

فارس خبری آژانس راپورورکړ ، دپاکستان لومړی وزیر عمران خان نن په یوې غونډې کې  د طبیعی ګیسو  د وازداتو په زمینې کې  له اسلامی ایران سره د  د دغه هیواد نزدواړیکو دپراختیا  لپاره کلک هوډ ښکاره کړې او وئیلی ئې دی ،  داسلام اباد تهران  یوه  ګډه اصلی پروژه ،  پاکستان ته دایران د ګیسو دپایپ لاین چې د سولې په پایپ لاین مشهور دی ،  اجرا ده .

 دپاکستان لومړی وزیر له ایران سره د دوواړخیزو اړیکو  په پراختیا په ټینګار سره  وئیلی دی ، پاکستان دایران ګیس ته ډیره اړتیا لری .

 د سولې   په پایپ لاین مشهور دګیسو دپایپ لاین   پاکستان  ته  د رسونې پروژه  د ۲۰۱۴کال له مارچه پیل شوې ،  خو  دځینو  هیوادونو لاسوهنو  په پاکستان کې  د دغې پروژې اجرا تر نن ه ځڼدولې ده .

 ایران  پاکستان ته د صادرتو لپاره دګیسو دپایپ لاین دتړون په وړاندې  پخپلو ژمنو عمل کړی دی او  دغه پایپ لاین ئې  د دغه هیواد تر پولې پورې بشپړ کړی دی . 

 په پاکستان کې  د ګیسو اوبریښنا،کمښت ،  د انرزۍ اوسونګو  دبیّو ډیره لوړیدا او  پراخه خاموشی  د دغه هیواد دخلکو لپاره یو جدی ستونزه ده  او داسلام اباد حکومت تر دې دمه نه دی توانیدلی  څو ددې مشکل لپاره  کومه حل لاره ولټوی .