دپاکستان سیاسی ګوندونه موافقې ته ونه رسیدل
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i75967-دپاکستان_سیاسی_ګوندونه_موافقې_ته_ونه_رسیدل
زمونږ خبریال وایی د پاکستان دحکومت مخالف سیاسی او مذهبی ګوندونه د ولسمشرۍ لپاره د نوی کاندید د معرفی کولو په باره کښې په ګډې غونډې کښې په ګډون سره موافقې ته ونه رسیدل .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 28, 2018 07:41 Asia/Kabul
  • د پاکستان تحریک انصاف چې مرکزي حکومت په لاس کښې لري عارف علوي د ولسمشرۍ لپاره دنوي کاندید په توګه معرفي کړی دی .
    د پاکستان تحریک انصاف چې مرکزي حکومت په لاس کښې لري عارف علوي د ولسمشرۍ لپاره دنوي کاندید په توګه معرفي کړی دی .

زمونږ خبریال وایی د پاکستان دحکومت مخالف سیاسی او مذهبی ګوندونه د ولسمشرۍ لپاره د نوی کاندید د معرفی کولو په باره کښې په ګډې غونډې کښې په ګډون سره موافقې ته ونه رسیدل .

په دغه ګډې غونډې کښې د پاکستان دحکومت مخالفوسیاسی او مذهبی ګوندونو دجمعیت علمای اسلام ګوند دفضل الرحمان څانګې مشر مولانا فضل الرحمان د ولسمشرۍ لپاره د کاندید په توګه معرفی کړ خو پیپلز  ګوند(Pakistan Peoples Party) ورسره مخالفت وکړ او پیپلز ګوند اعتزاز احسن د خپل کاندید په توګه معرفی کړ .

دغه راز د پاکستان د مسلم لیګ ګوند نوازشریف څانګې هم د ولسمشرۍ لپاره د اعتزاز احسن له کاندید کیدا سره مخالفت او د مولانا فضل الرحمان ملاتړ  وکړ .

دعمران خان په مشرۍ د پاکستان تحریک انصاف چې مرکزی حکومت په لاس کښې لری عارف علوی د ولسمشرۍ لپاره دنوی کاندید په توګه معرفی کړی دی .

د پاکستان د اوسنی ولسمشر ممنون حسین د کار موده د روان میلادی کال د سپتمبر دمیاشتې په اتمه(۸) نیټه پاې ته رسیږی او د ولسمشرۍ دیارلسم(۱۳) انتخابات هم د سپتمبر د میاشتې په څوارلسمه(۱۴) نیټه کیږی .

دپاکستان د ملی او ولسی جرګو او دغه راز د مشرانو جرګې سینا غړی چې شمیر یولس سوه(۱۱۰۰) تنو ته رسیږی د پینځو(۵) کلونو لپاره نوی ولسمشر ټاکی .