د پاکستان سیاسی ګوندونه موافقې ته نه دی رسیدلی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i75995-د_پاکستان_سیاسی_ګوندونه_موافقې_ته_نه_دی_رسیدلی
زمونږ خبریال وایی دپاکستان دحکومت مخالف سیاسی او مذهبی ګوندونه د ولسمشرۍ لپاره د یوه واحد کاندید دغوره کولو په زمینه کښې ناکامه دی او په دې ارتباط پرون د پیپلز ګوند یوه(۱) پلاوی د جمعیت علمای اسلام د فضل الرحمان څانګې له مشر مولانا فضل الرحمان سره په اسلام اباد کښې کتنه کړی وه .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 29, 2018 01:33 Asia/Kabul
  • د دواړو لورو لخوا مثبې هڅې روانې دي او هیله ده چې په دوو(۲) شپو کښې حل لاره پیدا شي .
    د دواړو لورو لخوا مثبې هڅې روانې دي او هیله ده چې په دوو(۲) شپو کښې حل لاره پیدا شي .

زمونږ خبریال وایی دپاکستان دحکومت مخالف سیاسی او مذهبی ګوندونه د ولسمشرۍ لپاره د یوه واحد کاندید دغوره کولو په زمینه کښې ناکامه دی او په دې ارتباط پرون د پیپلز ګوند یوه(۱) پلاوی د جمعیت علمای اسلام د فضل الرحمان څانګې له مشر مولانا فضل الرحمان سره په اسلام اباد کښې کتنه کړی وه .

له دغه کتنې وروسته د پیپلز ګوند یوه مشر راجه پرویز اشرف او  د جمعیت علمای اسلام د فضل الرحمان څانګې مشر مولانا فضل الرحمان له خبریالانو سره  خبرې وکړې .

مولانا فضل الرحمان وویل زه له اصف علی زرداری سره له احترام او عزت څخه ډکې اړیکې لرم او زیاته یې کړه دا اوس یو پړاو دی چې ټول ملت او سیاستوالان باید ترې تیر شی او زیاته یې کړه یوه(۱) شپه شته او دمسلې حل لاره به پیدا کړو .

دپیپلز ګوند یوه مشر راجه پرویز اشرف هم وویل د دواړو لورو لخوا مثبتې هڅې روانې دی او هیله ده چې په دوو(۲) شپو کښې حل لاره پیدا شی .

له دې مخکې مولانا فضل الرحمان له اصف علی زرداری سره کتنه کړی وه او د ولسمشرۍ لپاره د پیبلز ګوند دیوه(۱) غړی اعتزاز احسن د څنګ ته کیدا او د حکومت دمخالفو سیاسی او مذهبی ګوندونو لخوا د یوه واحد کاندید د غوره کولو غوښتنه کړی وه خو اصف علی زرداری د مولانا فضل الرحمان دغه غوښتنې ته کوم حتمی ځواب نه دی ورکړی .