د اوبو اختلافاتو د هوارۍ لپاره د هند او پاکستان مذاکری
Aug 29, 2018 08:38 Asia/Kabul
د اوبو اختلافاتو د حلیدو په منظور د هند او پاکستان خبری اترې پیل شوې.
زموږ د خبریال د راپور په اساس، د اوبو اختلافاتو د هوارۍ لپاره، د هند او پاکستان مذاکرې، له نن سهار څخه د هندی ۹ کسیز پلاوی په ګډون، د پاکستان په لاهور ښار کی پیل شوې، او تر سبا پنجشنبی پوری دوام لری.
د هند او پاکستان د اوبو اختلافات، په څو تیرو کلونو کی، د دؤو هیوادونو ترمنځ سیاسی اختلافاتو ته پام سره، زیات شوی دی.
پاکستان وایی؛«هند» پاکستان ته د ورغلو سیندونو په لاره کی د برښنا د څو اسټیشنونو په جوړولو سره، دغه هیواد ته د اوبو د رسیدو بهیر لږ کړئ دئ.
هند هم اعلان کړئ، چی د برښنا د دغو اسټیشنونو جوړول، د یاد هیواد جوت حق دئ.