پاکستان ته دایران دخارجه وزیر سفر ډیر اهمیت لری
-
اسلام اباد دایران له اسلامي جمهوریت سره د دوستانه او ورورګلویزې اړیکو پراخولو ته تیار دی .
ایرنا خبری اژانس وایی د پاکستان دبهرنیو چارو د وزارت پخوانی ویاند محمد عبدالباسط وویل د عمران خان د حکومت د کار په پیلیدا سره به د ایران او دپاکستان اړیکې له مخکې څخه زیاتې پیاوړی شی .
هغه پاکستان ته د ایران دباندنیو چارو دوزیر محمد جوادظریف سفر ته په اشارې سره وویل دواړه هیوادونه کولای شی له مخکې څخه زیات د اړیکو د پیاوړتیا او پراختیا لپاره جدی او اساسی ګامونه پورته کړی .
عبدالباسط دایران او دپاکستان د دوو(۲) اسلامی او ګاونډیو هیوادونو ښو ، لرغونو او نږدې اړیکو ته په اشارې سره وویل اسلام اباد دایران له اسلامی جمهوریت سره د دوستانه او ورورګلویزې اړیکو پراخولو ته تیار دی .
دپاکستان دخارجه وزارت پخوانی ویاند عبدالباسط زیاته کړه د امریکا او د پاکستان په اړیکو کښې له سړوالی او درز رامینځته کیدا وروسته اسلام اباد ته دایران دخارجه وزیر جواد ظریف سفر ډیر اهمیت لری ځکه چې دپاکستان لومړی وزیر عمران خان او دایران خارجه وزیر جواد ظریف به په خپلې کتنې کښې په حتمی ډول د دواړو هیوادونو ترمینځ دګازو د نل لیکې(Pipeline transport) د احیا په اړه نوی فیصلې وکړی چې له دې لارې په پاکستان کښې د انرژۍ او دګازو د کمښت مشکل حل شی .
دایران خارجه وزیر جواد ظریف اوس پاکستان ته تللی او هلته به له لومړی وزیر عمران خان ، له خارجه وزیر ، د ملی ولسی جرګې او د مشرانو جرګې له مشرانو، دپوځ له مشر ، له اقتصاد او مالیې وزیر سره کتنې او خبرې وکړی .