پاکستان ته دایران دخارجه وزیرسفر ددواړو هیوادونو داړیکو دپیاوړتیا نښه ده
پآکستان نوی لومړی وزیر عمران خان وئیلی ووی وچې اسلام اباد له خپلو ګاونډیانو په تیره بیا له اسلامی ایران سره داړیکو دپراخولو غوښتونکی دی .
ایرناخبری آژانس راپورورکړی ، دپآکستان دخارجه وزارت ویندوی محمد فیصل بیګا په یولړ څرګندونو کې اسلام اباد ته دایران دخارجه وزیر دسفر په تاودۀ هرکلی سره وئیلی دی ، د دواړو هیوادونو اړیکې ښې اوتاریخی دی او هیڅکله هم دغه اړیکې څوک نشی خرابولی ږ
دپاکستان دخارجه وزارت ویندوی دپاکستان دنوی حکومت له لوړروتبه چارواکو سره د ایران دخارجه وزیر دلیدوکاتو دجزیاتو په بیانولو سره وئیلی دی ، د دواړو هیوادونو ترمینځ د دلچسپۍ وړ موضوعګانې ډ سیمه ایز او نړیوال بدلونونه به په دغو لیدوکاتو کې دبحث او دنظر د تبادلو چورلیزونه وی .
له دې مخکې هم د پآکستان نوی لومړی وزیر عمران خان وئیلی ووی وچې اسلام اباد له خپلو ګاونډیانو په تیره بیا له اسلامی ایران سره داړیکو دپراخولو غوښتونکی دی .