له پاکستان سره د هراړخیزو اړیکو پراخول دایران یوه اساسی غوښتنه ده
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i76049-له_پاکستان_سره_د_هراړخیزو_اړیکو_پراخول_دایران_یوه_اساسی_غوښتنه_ده
جواد ظریف ددې خبرې په کولو سره چې اسلامی ایران دپاکستان له اسلامی جمهوریت سره اړیکې ډیرې نزدې اوتاریخی دی ،ووئیل ، په پاکستان کې د نوی حکومت اونوی پارلیمان په را تلو سره ضروری وه چې په لومړی فرصت کې د دغه هیواد له لوړروتبه چارواکو سره دبیلابیلو موضوعګانو او دوواړخیزو اړیکو په باب لیده کاتی وشی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 31, 2018 03:11 Asia/Kabul
  • له پاکستان سره د هراړخیزو اړیکو پراخول دایران یوه اساسی غوښتنه ده

جواد ظریف ددې خبرې په کولو سره چې اسلامی ایران دپاکستان له اسلامی جمهوریت سره اړیکې ډیرې نزدې اوتاریخی دی ،ووئیل ، په پاکستان کې د نوی حکومت اونوی پارلیمان په را تلو سره ضروری وه چې په لومړی فرصت کې د دغه هیواد له لوړروتبه چارواکو سره دبیلابیلو موضوعګانو او دوواړخیزو اړیکو په باب لیده کاتی وشی .

زمونږخبریال راپور راکړ  اسلامی ایران خارجه وزیر محمد جواد ظریف  چې پاکستان ته په دوه ورځنی رسمی سفر تللی ، پرون ناوخته ئې   دپآکستان د ولسی جرګې له  مشر اسد قیصر سره له لیدوکاتو وروسته وئیلی دی ، دپاکستان لوړپوړو چارواکو سره لیده کاته د  اقتصادی اوسیاسی  اړیکو او  ښه ګاونډیتوب لپاره دښه نیّت ښودلو په موخې سره ترسره کیږی .

  جواد ظریف ددې خبرې په کولو سره چې  اسلامی ایران  دپاکستان له اسلامی جمهوریت سره  اړیکې ډیرې نزدې اوتاریخی دی ،ووئیل ،   په پاکستان کې د نوی حکومت اونوی پارلیمان په را تلو سره  ضروری وه چې  په لومړی فرصت کې  د دغه هیواد  له لوړروتبه چارواکو سره  دبیلابیلو  موضوعګانو او دوواړخیزو اړیکو په باب لیده کاتی  وشی .

 هغه په عین حال کې  دایران اوپاکستان ترمینځ د اقتصادی اوبانکی  ملګرتیاؤ په باب  هم وئیلی  و پاکستان   ته په تیرو سفرونو اودغه راز  ایران  ته دپاکستانیو چارواکو  په سفرونو کې   دبانکی اړیکو د پیاوړتیا دبیلابیلو رودو په باب  خبرې شوی  او  هیله مند یوو چې په دغه سفر کې یوې ښې نتیجې ته ورسیږو.

ټاکل شوې ده دایران  خارجه وزیر په دغه سفر کې د پاکستان له لومړی وزیر ، دپوځ له عمومی قوماندان  او دغه راز داقتصادی ا و خارجه چارو له وزیرانو سره هم لیده کاته وکړی .