دافغانستان په جلال آباد کې د پاکستان دکونسلګرۍ بندیدا (یوبشپړ ریډیوئی تحلیل)
دپاکستان د خارجه وزارت د ویندوی محمد فیصل په وینا، په جلال آباد ښار کې د دغه هیواد کونسلګری به تر هغه وخته پورې تړلی وی ، چې امینتی وضعیّت د ۲۰۱۸کال داګست له اته ویشتمې تر مخکې وخت ته نوی ګرځیدلی .
دپاکستان حکومت دافغانستان په جلال آباد ښار کې د خپلې کونسلګرۍ دتړل کیدا دلیل د ننګرهار د والی لاسوهنې بللی دی .
په افغانستان کې د پاکستان سفارت دیوې اعلامیې په خبرولو سره وئیلی دی ، دغه اقدام ئې د دغې کونسلګرۍ په چارو کې د افغانستان د ننګرهار د والی حیات ا... حیات لاسوهنې بللی دی . همداراز دپاکستان د خارجه وزارت د ویندوی محمد فیصل په وینا، په جلال آباد ښار کې د دغه هیواد کونسلګری به تر هغه وخته پورې تړلی وی ، چې امینتی وضعیّت د ۲۰۱۸کال داګست له اته ویشتمې تر مخکې وخت ته نوی ګرځیدلی .
د محمد فیصل څرګندونې ښئ چې د پاکستان د خارجه وزارت له نظره ، دافغانستان په ننګرهار کې د دغه هیواد دکونسلګرۍ د چټی کیدا تر ټولو مهم دلیل امنیتی مسئلې دی .
په عین حال کې د پاکستان د خارجه وزارت دغه اقدام په داسې حال کې چې د دغه هیواد نوی حکومت له افغان حکومت سره دتاؤتریخوالی پر ختمیدا او د دواړو هیوادونو داختلافاتو پر حل کیدا ټینګار کوی ، شکمنه او حیرانتیا خبره ده او که په ننګرهار ولایت کې ناکراری ، په دغه ولایت کې د پآکستان دکونسلګرۍ د چټی کیدا عامل وی ، نو دا ښئ ، په افغانستان کې داسې لاسوهنې کیږی ، څو له پاکستان سره د دغه هیواد په اړیکو کې دتاؤتریخوالی دختمیدا خنډ کیږی .
له پاکستان سره دهندوستان او له اسلام اباد سره د کابل دحکومت په اړیکو کې د تاؤتریخوالی د ختمولو مخینه ښ چې هرکله د هغوی حکومتونه داختلافاتو دحل په لور ګام پورته کوی ،نو افراطی او حاشیه ای عوامل دشخړو اوترینګلتیاؤ په رامینځةکولو سره دهغو دپرمختګ مخه نیسی .
دا ټولنې چې په افغانستان او پاکستان کې شته دی ، ، خپلې سپیرې ګټې د پاکستان او افغانستان په اړیکو کې په تاؤتریخوالو او ناکراریو کې تعقیبوی او هیڅکله هم په سیمې کې د آرامښت اوثبات په ټینګیدا پسې نه دی .
د سیمې دسیاسی چارو یو کارپوه اوشناندی موسی فریور په یوه تحلیل کې وائی ، لکه څنګه چې پاکستان یو ډیر تاوان لیدونکی هیواد دی ، هغه منفی سیاست چې دافغانستان په وړاندې ئې غوره کړی ، لازیات د هغوی په تاوان تمامیږی . دواړه هیوادونه باید په اسلام اباد کې له نوی رامینځةشوی فرصته د تاؤتریخوالی دختمولو لپاره استفاده وکړی او شخړې اوترینګلتیاوې دې ختمې کړی .
دې ته په پام سره چې دافغانستان دوسیه دپاکستان دپوځ ا و دهغو داستخباراتی ادارې آئی ایس آئی له خوا تفقیبیږی،په ننګرهار کې د پاکستان د کونسلګرۍ تړل کیدا،پر افغانستان د د دغه هیواد د پوځیانو د دباؤ دزیاتولو د پرورګرام دوام کیدلی شی . دا موضوع دپاکستان د نوی لومړی وزیر عمران خان لپاره یو پیغام کیدلی شی ، چې له ا فغانستان سره د ملګرتیاؤ دپراختیا او پیاوړتیا لپاره څه زیات خوشبینه نه شی او د دغه هیواد او هندوستان چارې پوځ ته وسپاری .
د: افغانستان ما : ورځپاڼې مسئول چلونکی د افغانستان او پاکستان په اړیکو کې د تاؤتریخوالی د دوام په باب پخپلې یوې وروستۍ مقالط کې لیکلی دی ، اوس د افغانستان او پاکستان ترمینځ داړیکو دښه کولو لپاره یو لړ داسې هلې ځلې کیږی ، چې باید ملاتړ ئې وشی . داپه داسې حال کې دی ، چې دپاکستان حکومت په کابل کې د یوه کمزوری او بې ثباته حکومت په رامینځةکولو پسې دی او په اسلام اباد کې دغه ذهنیّت باید بدل شی .::
په هر حال داسې ښکاری ، دعمران خان حکومت له افغانستان سره دتاؤتریخوالی د ختمونې دپروګرام د پرمختګ لپاره په دغه هیواد کې دفعالو اورګانونو په کړنو لازیاتې څارنې ته اړتیا لری ، څو دآرامښت اوثبات په رامینځةکولو سره له کابل سره د تاؤتریخوالی دختمولو بهیر لازیات پرمخ لاړشی . په عین حال کې د افغانستان حکومت هم دپاکستان د کونسلګرۍ د امنیت په تامینولو سره او دځای چارواکو په کړچار کې په دقت کولو سره ،باید د کابل او اسلام اباد ترمینځ په اړیکو کې له لازیاتې باؤر جوړنې سره مرسته وکړی .