پاکستان دهالینډ سفیر نه دی ایستلی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i76093-پاکستان_دهالینډ_سفیر_نه_دی_ایستلی
تسنیم خبری اژانس وایی د پاکستان دبهرنیو چارو د وزارت ویاند محمد فیصل د اسلام دګران پیغمبر حضرت محمد صلی الله علیه واله وسلم د سپکاوی په دلیل له اسلام اباد څخه د هالینډ دسفیر د ایستلو په اړه اوازه رد کړه .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 02, 2018 00:01 Asia/Kabul
  • اسلام باد له رسمي او قانوني لارې د هالینډ لخوا د پیغمبر اکرم ص د سپکاوي د تعقیبونې په حال کښې دی .
    اسلام باد له رسمي او قانوني لارې د هالینډ لخوا د پیغمبر اکرم ص د سپکاوي د تعقیبونې په حال کښې دی .

تسنیم خبری اژانس وایی د پاکستان دبهرنیو چارو د وزارت ویاند محمد فیصل د اسلام دګران پیغمبر حضرت محمد صلی الله علیه واله وسلم د سپکاوی په دلیل له اسلام اباد څخه د هالینډ دسفیر د ایستلو په اړه اوازه رد کړه .

هغه دې خبرې ته په اشارې سره چې له پاکستان څخه د هالینډ د سفیر د ایستلو په اړه اوازه دروغ ده وویل اسلام باد له رسمی او قانونی لارې د هالینډ لخوا د پیغمبر اکرم ص د سپکاوی د تعقیبونې په حال کښې دی او هڅه کوی دغه مسله حل کړی .

د پاکستان لبیک یا رسول الله ګوند داسلام اباد په واټونو کښې  د  پراخو کاربندیزونو په ترسره کولو سره له  هیواده د هالینډ د سفیر د ایستلو غوښتنه کړی ده .

د پاکستان خارجه وزیر شاه محمود قریشی هم د اسلامی ملګرتیا موسسې له مشر  ، دملګروملتونو له سرمنشی او د هالینډ له خارجه وزیر سره په تماسونو کښې له هغو کسانو سره چې د اسلام  دګران پیغمبر حضرت محمد مصطفی صلی الله علیه واله وسلم د کارټونونو په جوړولو سره یې د مسلمانانو سپکاوی کړی دی د جدی چلند غوښتنه وکړه .