پاکستان دهالینډ سفیر نه دی ایستلی
-
اسلام باد له رسمي او قانوني لارې د هالینډ لخوا د پیغمبر اکرم ص د سپکاوي د تعقیبونې په حال کښې دی .
تسنیم خبری اژانس وایی د پاکستان دبهرنیو چارو د وزارت ویاند محمد فیصل د اسلام دګران پیغمبر حضرت محمد صلی الله علیه واله وسلم د سپکاوی په دلیل له اسلام اباد څخه د هالینډ دسفیر د ایستلو په اړه اوازه رد کړه .
هغه دې خبرې ته په اشارې سره چې له پاکستان څخه د هالینډ د سفیر د ایستلو په اړه اوازه دروغ ده وویل اسلام باد له رسمی او قانونی لارې د هالینډ لخوا د پیغمبر اکرم ص د سپکاوی د تعقیبونې په حال کښې دی او هڅه کوی دغه مسله حل کړی .
د پاکستان لبیک یا رسول الله ګوند داسلام اباد په واټونو کښې د پراخو کاربندیزونو په ترسره کولو سره له هیواده د هالینډ د سفیر د ایستلو غوښتنه کړی ده .
د پاکستان خارجه وزیر شاه محمود قریشی هم د اسلامی ملګرتیا موسسې له مشر ، دملګروملتونو له سرمنشی او د هالینډ له خارجه وزیر سره په تماسونو کښې له هغو کسانو سره چې د اسلام دګران پیغمبر حضرت محمد مصطفی صلی الله علیه واله وسلم د کارټونونو په جوړولو سره یې د مسلمانانو سپکاوی کړی دی د جدی چلند غوښتنه وکړه .