د ننګرهار والی د پاکستان په کنسولګرۍ حمله کړی وه
-
پاکستان به هغه وخت په جلال اباد کښې خپله کنسولګرۍ بیرته پرانیزي چې امنیتي اقدامات د دوې له غوښتنې سره سم وشي .
زمونږ خبریال وایی دپاکستان چارواکو وویل د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په جلال اباد کښې د پاکستان په کنسولګرۍ باندې حملې کښې د ننګرهار د والی حیات الله حیات په لاس لرلو اعتراف کړی .
د پاکستان ډیپلوماټیکو سرچینو وویل د افغانستان په جلال اباد کښې د پاکستان د کنسولګرۍ د چټی کیدا په اړه په کابل کښې دپاکستان د سفارت لوړرتبه چارواکو د افغانستان دخارجه وزارت له چارواکو سره کتنه او خبرې اترې کړی دی .
دپاکستان د سفارت چارواکو د افغانستان دخارجه وزارت له یوه لوړرتبه چارواکی سره په کتنې کښې وویل پاکستان به هغه وخت په جلال اباد کښې خپله کنسولګرۍ بیرته پرانیزی چې امنیتی اقدامات د دوې له غوښتنې سره سم وشی .
دافغانستان خارجه وزارت د ننګرهار د والی اقدام وغاند او ویې ویل په دې اړه د پاکستان اندیښنې پرځاې دی او والی باید دا ډول کارونه نه وایی کړی .