د ننګرهار والی د پاکستان په کنسولګرۍ حمله کړی وه
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i76101-د_ننګرهار_والی_د_پاکستان_په_کنسولګرۍ_حمله_کړی_وه
زمونږ خبریال وایی دپاکستان چارواکو وویل د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په جلال اباد کښې د پاکستان په کنسولګرۍ باندې حملې کښې د ننګرهار د والی حیات الله حیات په لاس لرلو اعتراف کړی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 02, 2018 01:39 Asia/Kabul
  • پاکستان به هغه وخت په جلال اباد کښې خپله کنسولګرۍ بیرته پرانیزي چې امنیتي اقدامات  د دوې له غوښتنې سره سم وشي .
    پاکستان به هغه وخت په جلال اباد کښې خپله کنسولګرۍ بیرته پرانیزي چې امنیتي اقدامات د دوې له غوښتنې سره سم وشي .

زمونږ خبریال وایی دپاکستان چارواکو وویل د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په جلال اباد کښې د پاکستان په کنسولګرۍ باندې حملې کښې د ننګرهار د والی حیات الله حیات په لاس لرلو اعتراف کړی .

د پاکستان  ډیپلوماټیکو سرچینو وویل د افغانستان په جلال اباد  کښې د پاکستان د کنسولګرۍ  د چټی کیدا په اړه په کابل کښې دپاکستان د سفارت لوړرتبه چارواکو د افغانستان دخارجه وزارت له چارواکو سره کتنه او خبرې اترې  کړی دی .

دپاکستان د سفارت چارواکو د افغانستان دخارجه وزارت له یوه لوړرتبه چارواکی سره په کتنې کښې وویل پاکستان به هغه وخت په جلال اباد کښې خپله کنسولګرۍ بیرته پرانیزی چې امنیتی اقدامات  د دوې له غوښتنې سره سم وشی .

دافغانستان خارجه وزارت د ننګرهار د والی اقدام وغاند او ویې ویل په دې اړه د پاکستان اندیښنې پرځاې دی او والی باید دا ډول کارونه  نه وایی کړی .