په ۴۸ساعتونوکې دې د پاکستانیوزیارتوالو لپاره آسانتیاوې برابرې شی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i76124-په_۴۸ساعتونوکې_دې_د_پاکستانیوزیارتوالو_لپاره_آسانتیاوې_برابرې_شی
ایران او عراق د سپیڅلو زیارتونو لپاره تلونکی پاکستانی زیارتوال له کویټه رانیولې تر پولې پورې په درستې لارې کې له ډیرو ستونزو سره مخامخ وی چې بلاخره هم خدای دې وکړی دپاکستان نوی لومړی وزیر د نوی پاکستان له لومړنۍ ډالۍ زیارتوال هم برخمن شی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 03, 2018 00:18 Asia/Kabul
  • په ۴۸ساعتونوکې دې د پاکستانیوزیارتوالو لپاره آسانتیاوې برابرې شی

ایران او عراق د سپیڅلو زیارتونو لپاره تلونکی پاکستانی زیارتوال له کویټه رانیولې تر پولې پورې په درستې لارې کې له ډیرو ستونزو سره مخامخ وی چې بلاخره هم خدای دې وکړی دپاکستان نوی لومړی وزیر د نوی پاکستان له لومړنۍ ډالۍ زیارتوال هم برخمن شی.

زمونږخبریال د جنګ انټرنیټی سایټ له قوله راپورراکړ  دپاکستان  لومړی وزیر په یوې  مهمې امنیتی غونډې کې  په سختۍ سره وئیلی دی ،  ایران اوعراق  دزیارتونو لپاره  دتلونکو پاکستانیو زیارتوالو  لپاره  دې  په راتلونکو ۴۸ساعتونو کې جامع  امنیتی پلان   جوړ شی  او  دایران اوپاکستان په پوله دې ورته فوری آسانتیاوې هم برابرې شی .

راپور ښئ  دعمران خان په مشرۍ  په دغې ناستې کې د بلوچستان اعلی وزیر جام  کمال  او د کورنیو چارو د وزارت  مرستیال  شهریار افریدی  او ځینی نور  اړونده  مهم مسئولانو برخه درلوده   او په دغې غونډې وپتیال شوه چې   دایران  پآکستان په پوله دې   دامیګریشن  ماموران هم زیات کړائ شی

عمران خان په ځپلو څرګندونو کې روښانه کړې  دزیارتوالو  دامنیت لپاره  هر ډول اقدامات وشی  او په راتلونکی کې  دې هم  د دغو زیارتوالو لپاره هرډول آسانتیاوې په نظر کې ونیول شی .

 داپه داسې حال کې  دی  چې   ایران او  عراق  د سپیڅلو زیارتونو لپاره  تلونکی پاکستانی زیارتوال له کویټه رانیولې تر پولې پورې په درستې لارې کې  له ډیرو ستونزو  سره مخامخ وی   چې بلاخره هم خدای دې وکړی   دپاکستان نوی لومړی وزیر د نوی پاکستان  له لومړنۍ ډالۍ  زیارتوال  هم  برخمن شی.