امریکا د پاکستان دوه شرکتونه هم بایکاټ کړل
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i76131-امریکا_د_پاکستان_دوه_شرکتونه_هم_بایکاټ_کړل
دامریکا دفاع وزارت په شنبې ورځې له ترهه ګرۍ سره دمبارزې د ناکامیدا او په سیمې کې دامریکا له سټراټژۍ سره دپاکستان دنه ملګرتیا په دلیل دغه هیواد ته دترهه ګرۍ په ضد دائیتلاف له خوا بیله کړائ شوی درې سوه میلیون ډالری مرستې هم لغوه کړی دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 03, 2018 03:06 Asia/Kabul
  • امریکا د پاکستان  دوه شرکتونه هم بایکاټ کړل

دامریکا دفاع وزارت په شنبې ورځې له ترهه ګرۍ سره دمبارزې د ناکامیدا او په سیمې کې دامریکا له سټراټژۍ سره دپاکستان دنه ملګرتیا په دلیل دغه هیواد ته دترهه ګرۍ په ضد دائیتلاف له خوا بیله کړائ شوی درې سوه میلیون ډالری مرستې هم لغوه کړی دی .

 ایرنا خبری آژانس راپورورکړ  دامریکا  دخزانې وزارت  دامریکا دبهرنی سیاست له ګټو او   ملی امنیت سره  دمخالفو فعالیتونو په پلمه  دپاکستان دوه شرکتونه  د خپلو بندیزونو  په لیسټ کې  راوستی دی .

راپورښئ  دپاکستان رسنیو بیګا   په یوه  خبر کې دامریکا دخبری سرچینوله قوله  وئیلی دی   دپاکستان  د  ټیک کیئّر سروسز ایف زیډ او  ټیکنالوجی لینکس  پرائیویټ لمټیډ په نامو سره   دوه شرکتونه    دامریکا دبایکاټ شوو شرکتونو په لیست کې شامل کړی دی .

 ا مریکا مدعی ده  چې  دغه دواړه شرکتونه   دهغو شیانو په تامین کې لاس لری ، چې   دایټمی وسلو  او توغندیو په جوړولو کې  ترې استفاده کیږی او  دهغو دصادراتو لپاره داجازت   اخستل ضروری دی .

   دا په د اسې حال کې دی ، چې دامریکا دفاع وزارت  په شنبې ورځې   له ترهه ګرۍ سره  دمبارزې د ناکامیدا او  په سیمې کې دامریکا  له سټراټژۍ سره دپاکستان  دنه ملګرتیا  په دلیل   دغه هیواد ته  دترهه ګرۍ  په ضد دائیتلاف  له  خوا بیله کړائ شوی   درې سوه میلیون ډالری مرستې  هم لغوه کړی دی ،  چې دامریکا د ټرمپ حکومت د غې چارې د پاکستان د   حکومتی چارواکو  کرکه اوغوسه نوره هم پارولې ده  او  دپاکستان لوړپوړو چارواکو په ډاګه وئیلی دی ،   دامریکا  غیر اصولی غوښتنو پوره کولو ته به هیڅکله هم تسلیم نشی .