پاکستان په افغانستان کښې د هند د رول مخالف دی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i76148-پاکستان_په_افغانستان_کښې_د_هند_د_رول_مخالف_دی
تسنیم خبری اژانس وایی د پاکستان د اطلاعاتو وزیر فواد چوهدری له افغانستان سره د نوی حکومت دسیمه ییزو اړیکو په اړه وویل اسلام اباد په افغانستان کښې د هندوستان له هرډول رول لوبولو سره مخالف دی او په دې هکله د امریکا او دپاکستان ترمینځ دنظر اختلاف شته .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 03, 2018 10:00 Asia/Kabul
  • دامریکا ولسمشر  ډونالډ ټرمپ د جنوبي اسیا او دافغانستان په اړه په خپلې نوي ستراتیژۍ کښې په افغانستان کښې دنوي ډیلي د ډیر رول د لوبولوغوښتنه کړي ده .
    دامریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جنوبي اسیا او دافغانستان په اړه په خپلې نوي ستراتیژۍ کښې په افغانستان کښې دنوي ډیلي د ډیر رول د لوبولوغوښتنه کړي ده .

تسنیم خبری اژانس وایی د پاکستان د اطلاعاتو وزیر فواد چوهدری له افغانستان سره د نوی حکومت دسیمه ییزو اړیکو په اړه وویل اسلام اباد په افغانستان کښې د هندوستان له هرډول رول لوبولو سره مخالف دی او په دې هکله د امریکا او دپاکستان ترمینځ دنظر اختلاف شته .

هغه وویل دپاکستان دپوځ مشر جنرال قمر جاوید باجوا دوه (۲)ځله افغانستان ته تللی دی.

دپاکستان د پوځ مشر جنرال قمر جاوید باجوا ډاګینه کړه هند باید په افغانستان کښې هیڅ رول ونلری خو اسلام اباد په عین حال کښې دسیمې له ټولو هیوادونو سره د ښو اړیکو کوشش کوی .

له دې مخکې د پاکستان پخوانی لومړی وزیر شاهد خاقان عباسی هم ویلی وو اسلام اباد په افغانستان کښې دهند له هرډول سیاسی او پوځی رول لوبولو سره مخالف دی .

داپه داسې حال کښې ده چې دامریکا ولسمشر  ډونالډ ټرمپ د جنوبی اسیا او دافغانستان په اړه په خپلې نوی ستراتیژۍ کښې په افغانستان کښې دنوی ډیلی د ډیر رول د لوبولوغوښتنه کړی ده .