اسلام ابادپه افغانستان کې دهندله سیاسی اوپوځی رول سره سخت مخالف دی
دپاکستان دا طلاعاتو وزیر وئیلی دی ، دپاکستان دپوځ عمومی قوماندان جنرال قمر جاوید باجوه په تیرو میاشتو کې دوه ځله کابل ته سفر ړی او له افغان چارواکو سره ئې په افغانستان کې د امریکا او هندوستان د پروګرامونو په باب خبرې اترې کړی دی .
تسنیم خبری آژانس راپور ورکړی د پاکستان داطلاعاتو وزیر فود چوهدری چې نن سهار ئې له رسنیو سره د پاکستان دنوی حکومت دسیمه ایزو ا ړیکو په باب خبرې کولې وئیلی دی ، هندوستان باید په افغانستان کې کوم رول ونه لری ، خو په عین حال کې اسلام اباد دسیمې له درستو هیوادونو سره دښو اړیکو لپاره هڅه کوی .
دپاکستان دا طلاعاتو وزیر وئیلی دی ، دپاکستان دپوځ عمومی قوماندان جنرال قمر جاوید باجوه په تیرو میاشتو کې دوه ځله کابل ته سفر ړی او له افغان چارواکو سره ئې په افغانستان کې د امریکا او هندوستان د پروګرامونو په باب خبرې اترې کړی دی .
له دې مخکې هم دپاکستان پخوانی لومړی وزیرشاهد خاقان عباسی په افغانستان کې د هندوستان له هرډول سیاسی اوپوځی رول سره داسلام اباد دسخت مخالفت خبره کړې وه .