ډاکټر عارف علوی دپاکستان ولسمشر وټاکل شو
ډاکټر عارف علوی په خیبر پختونخواه صوبې کې اته اویا،په بلوچستان صوبې کې شپږ پنځوس،په سند کې ۵۶ او دغه راز په ولسی او مشرانو جرګو کې د دواړ و کاندیدانو په مقابل کې دوه سوه دولس رای واخستې چې په اکثریت سره د دغه هیواد ولسمشر وټاکل شو .
زمونږخبریال د دنیا نیوز خبری سایټ له قوله راپورراکړ دپاکستان په ولسی او مشرانو جرګو دغه راز د خیبر پختونخواه ، پنجاب ،سند اوبلوچستان صوبائی جرګو کې نن سهار د دغه هیواد د ولسمشر دټاکلو لپاره ستازو خپلې رائې واچولې ، چې د وروستیو نتیجو په اساس د تحریک انصاف واکمن ګوند کاندید ډاکټر عارف علوی د مولانا فضل الرحمن چې د اپوزیشن متحده کاندید ؤ ، د یو سل یو دیرش او د پیپلز ګوند د چوهدری اعتزاز احسن د یو اتیا رایو په مقابلې کې په بشبړاکثریت سره د راتلونکو پنځو کلونو لپاره ولسمشر وټاکل شو . په پنجاب صوبې کې هم په یوسل اته شپیتو ورایو سره په سر کې راغلی .