په ایران کې نیول شوی غیرقانونی پاکستانیان خپل هیوادته ستانۀکړائ شول
په پاکستان کې بیروزګاری او اقتصادی مشکلات د دغه هیواد د ښاریزو دغیر قانونی کډوالیدو خورا مهم دلیلونه شمیرل کیږی .
ایرنا خبری آژانس راپورورکړ دپاکستان رسنیو پرون وئیلی دی ، هغه ۲۳۱پاکستانیان چې له کومو باؤری اوقانونی سندونو پرته په ایران کې نیول شوی ،پرون دتفتان میرجاوې سرحدی لارې دپاکستان پوله ساتی ځواک ته سپارل شوی دی .
زیاتره پاکستانیان چې په ایران کې نیول کیږی او خپل هیواد ته ستنول کیږی ، هغه کسان دی ، چې باؤری مدرکونه نه لری او د ایران له لارې په غیر قانونی توګه اروپائی هیوادونو ته تلو تکل کوی .
په پاکستان کې بیروزګاری او اقتصادی مشکلات د دغه هیواد د ښاریزو دغیر قانونی کډوالیدو خورا مهم دلیلونه شمیرل کیږی .
له دې مخکې په سلګونو غیر قانونی وارد شوی پاکستانیان د تفتان له پولې پاکستانیو مامورانو ته سپارل شوی دی .