دامریکا خارجه وزیر دپاکستان له لومړی وزیر سره کتلی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i76218-دامریکا_خارجه_وزیر_دپاکستان_له_لومړی_وزیر_سره_کتلی
زمونږ خبریال وایی دامریکا دبهرنیو چارو وزیر مایک پمپئو پرون د پاکستان له نوی لومړی وزیر عمران خان سره په کتنې کښې هیله وکړه د دواړو هیوادونو اړیکې چې د افغانستان د جنګ په دلیل خړې پړې شوی دی عادی حالت ته وروګرځی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 06, 2018 01:16 Asia/Kabul
  • عمران خان وویل پاکستان دامریکا دسیاستونو تابع نه دی او سپینه ماڼۍ باید پاکستان خپل نوکر ونه ګڼي .
    عمران خان وویل پاکستان دامریکا دسیاستونو تابع نه دی او سپینه ماڼۍ باید پاکستان خپل نوکر ونه ګڼي .

زمونږ خبریال وایی دامریکا دبهرنیو چارو وزیر مایک پمپئو پرون د پاکستان له نوی لومړی وزیر عمران خان سره په کتنې کښې هیله وکړه د دواړو هیوادونو اړیکې چې د افغانستان د جنګ په دلیل خړې پړې شوی دی عادی حالت ته وروګرځی .

دا  د پاکستان دنوی حکومت د کار له پیلیدا وروسته اسلام اباد ته د امریکا دیوه(۱) لوړرتبه چارواکی لومړی سفر ګڼل کیږی .

پاکستان ته د امریکا دخارجه وزیر د سفر هدف په اسلام اباد د ولسمشر ټرمپ دتورونو دلګولو په خاطر د دواړوهیوادونو  په اړیکو کښې د رامینځته شویو تاوتریخوالو کمول دی .

دپاکستان لومړی وزیر عمران خان له ترهګرۍ سره دجنګ لپاره په مرستې کښې دامریکا په ژمنو ماتولو نیوکې سره وویل اسلام اباد دافغانستان په جنګ کښې کابو اتیا(۸۰) میلیارډه ډالره تاوانونه لیدلی دی خو په افغانستان کښې دامریکا تاوانونه یوازې شل(۲۰) میلیارډه ډالره دی .

عمران خان وویل پاکستان دامریکا دسیاستونو تابع نه دی او سپینه ماڼۍ باید پاکستان خپل نوکر ونه ګڼی .