له امریکا سره دپاکستان اړیکې کمزوری شوی دی
دامریکا خارجه وزیر په داسې حال کې اسلام اباد ته ورغلی ؤ چې دهغه دهرکلی لپاره په نورخان هوائی ډګر کې دپآکستان یو لوړپوړی چارواکی هم موجود نه ؤ .
زمونږخبریال راپورراکړ دپآکستان خارجه وزیر شاه محمود قریشی پرون ناوخته په اسلام اباد کې د امریکا له خارجه وزیر مایک پمپئو سره په ګډ خبری کنفرانس کې روښانه کړې ده ، له واشنګټن سره داسلام اباد اړیکې تر ډیره حده سړی شوی دی اوباید دپاکستان د حکومت او ملت دترهه ګرۍ په ضد هلو ځلو ته د احترام په سترګه وکتل شی .
داپه داسې حال کې دی چې دپاکستان حکومت پرون اسلام اباد ته دامریکا دخارجه وزیر مایک پمپئو ډ یر سوړ هرکلی کړی دی .
دامریکا خارجه وزیر په داسې حال کې اسلام اباد ته ورغلی ؤ چې دهغه دهرکلی لپاره په نورخان هوائی ډګر کې دپآکستان یو لوړپوړی چارواکی هم موجود نه ؤ .
دامریکا او پاکستان اړیکې په امریکا کې واک ته د ډونالډ ټرمپ له رسیدا وخت راهسې تر ډیره حده ترینګلی شوی دی ، دامریکا ولسمشر په کرتو پاکستان ترهه ګرو ته په پناه ورکولو تورن کړی دی ، خو داسلام اباد چارواکو تل دغه تورونه رد کړی اوپه ډاګه ئې کړې ده ، چې امریکا دې خپلې داخلی کمزورتیانې پخپل هیواد کې د ننه ولټوی او پر نورو دې خبرې نه تپی.
دامریکا خارجه وزیر پاکستان ته سفر له دې وروسته شوی چې څو ورځې مخکې دامریکا دفاع وزارت پنټاګان پاکستان ته ورکونکی درې سوه میلیون ډالرې مرستې هم لغوه کړی او پر پاکستان ئې یو ځل بیا غږ کړی ؤ چې د ترهه ګرو په ضد دې کوټلی اقدامات وکړی . حال دا چې دافغانتسان او پاکستان ډیری سیاستوالان ،چارواکی او خلک باؤری دی ، په افغانستان کې دامریکا اولس کلن پوځی شتون په سیمې په تیره بیا په افغانستان کې د ناکراریو ،ترهه ګرۍ او دنشه ایزو تو کو دپراختیا لامل شوی دی .