په هرشکل کې به دکشمیریانو ملاتړ ته دوام ورکړو
عمران خان د کشمیریانو دحقوقو په پوره کیدا په ټینګار سره وئیلی دی ، اسلام اباد هڅه کوی ، څو دملګروملتو له مسئولانو سره دخبرواترو له لارې هندوستان قانع کړی ، د دغه هیواد ترکنټرول لاندې دکشمیر برخلیک ټاکل د دغې سیمې خلکو ته وسپاری .
تسنیم خبری آژانس راپورورکړ دپاکستان لومړی وزیر عمران خان په اسلام اباد کې د کشمیر سیمې له مشر مسعود خان سره په کتنې کې ووئیل اسلام اباد دهند ترکنټرول لاندې دکشمیری سیمې له مظلوم ولسه هر ډول سیاسی و ډیپلوماټیک اواخلاقی مرستو ته دوام ورکوی او په دې کې هیڅ ویره هم نه لری .
عمران خان د کشمیریانو دحقوقو په پوره کیدا په ټینګار سره وئیلی دی ، اسلام اباد هڅه کوی ، څو دملګروملتو له مسئولانو سره دخبرواترو له لارې هندوستان قانع کړی ، د دغه هیواد ترکنټرول لاندې دکشمیر برخلیک ټاکل د دغې سیمې خلکو ته وسپاری .
هغه همدرازا دکشمیریانو په ضد دهندی عسکرو غلیمانه اقدامات او حملې په سخته محکومې کړې .
هندوستان کلونه کیږی ، چې د لسګونو زره پوځیانو په دیره کولو سره ئې دکشمیر ځینی سیمې تر پښو لاندې کړی او په تیرو څو لسیزو کې ئې څه دپاسه اته شپیته زره کشمیریان وژلی دی .