ایران عراق ته د تلونکوپاکستانیو زیارتوالو دمشکلاتوحل کول اړین دی
له دې مخکې هم دپآکستان لومړی وزیر عمران خان په یوې ځانګړی غونډې کې ایران عراق ته په تیره بیا د محرم اواربعین په شپو ورځو کې دتلونکو زیارتوالو دمشکلاتو په حل کولو په ټینګار سره پاکستانیو زیارتوالو ته د ښو خدماتو په وړاندې کولو ټینګار کړی ؤ .
تسنیم خبری اژانس راپورورکړ د پاکستان دکورنیو چارو مرستیال وزیر شهریار آفریدی پرون په اسلام اباد کې د پاکستان دمجلس وحدت مسلمین غورځنګ له عمومی منشی علامه راجه ناصر عباس جعفری سره په کتنې کې ایران او عراق ته دتلونکو پآکستانیو زیارتوالو په وضعیّت دغور اهمیّت ته په اشارې سره ووئیل ،زه به شخصا د دغو چارو د څارنې او غور لپاره له ایران سره پولې تفتان ته لاړ شم او هلته به د میګریشن عمله نوره هم زیاته کړو،څو زیارتوال په ښه ډول او په آسانۍ سره تګ راتګ وکړائ شی .
شهریار آفریدی دغه راز ووئیل داسلام آباد حکومت د پاکستانیو زیارتوالو د مشکلاتو دحل لپاره ځانګړی پروګرامونه لری چې باید زر ترزره اجرا شی .
علامه راجه ناصر عباس جعفری هم په دغې کتنې کې دزیارتوالو پر مسئلو دپاکستان د حکومت په ځانګړی پام په ټینګار سره هیله وښودله ، سږکال په هغو ځانګړو تدبیرونو سره چې حکومت ئې غوره کوی ، دزیارتوالو ستونزې اومشکلات ختم شی .